د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۳۶

"په پاکستان کې د طالب بندیانو د خوشې کېدو هېلې پیدا شوي"


کابل چاپ ورځپاڼو پاکستان ته د ولسمشر کرزي وروستی سفر ارزولی او هم یې د طالب مشرانو د خوشې کېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا ورځپانې د سولې عالي شورا د چارواکو په حواله لیکلي؛ پاکستان ته د ولسمشر له سفر سره د طالب بندیانو د خوشې کېدو هېلې پیدا شوې.

په مطلب کې د سید اکبر اغا له خولې ویل شوي؛ که چېرې طالب مشران راخوشې شي، نو هغوی هم غواړي په سوله کې برخه واخلي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼه لیکلي، تراوسه د افغان حکومت په غوښتنه نږدې ۲۶ وسله وال طالب مشران د پاکستان له زندانونو څخه ازاد شوي دي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې، خو لایې هم د ملابرادر په ګډون هغه مشران نه دي خوشې کړي چې؛ د سولې په بهیر کې ګټوره مرسته کولای شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د سولې په بهیر کې د خوشې شویو کسانو عملي مرسته لاتر دې دمه محسوسه نه وه. خو د دغو کسانو خوشې کېدو لپاره افغان دولت پراخې هڅې وکړې او د دوی هڅې تر ډېره بریالۍ هم وې.

د لیکوال په اند دغه کار پرمخالفینو اغېزه کړې او سولې ته یې تمایل زیات شوی.

محور:

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر موضوع څیړلې ده او لیکلي یې دي، د افغانستان په تړاو د پاکستان د نظر یو سل او اتیا درجې تغیر د لوبې نوی اړخ په ګوته کوي.

د لیکوال په اند خو دا هم نه شي ردېدای؛ چې نور پاکستان د لوبې هغه اس له لاسه ورکړی؛ چې په تېر کې یې د افغانستان پرضد لوبوه.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان ویلي، د افغانستان په چاروکې له مداخلې لاس اخلي او په افغان سوله کې مرسته کوي.

د لیکوال په باور، د پاکستان نظر اوسني بدلون په دې هم دلیل کېدای شي چې؛ ګڼې دغه کارونه ټول پخوا پاکستان کول.

په سرمقاله کې وړاندیز شوی افغان دولت له خپلې وروستۍ وسیلې ښه قوي استفاده کولای شي؛ خو د دې وسیلې لپاره تر شا په مټ کې هم د قوي زور پوره ضرورت دی څو اصلي هدف ترلاسه کړای شي.

ملی بارو:

ملي باور په خپله سرمقالې کې د پاکستانیو چارو کو خبرې راخیستې دي چې؛ هغوی ویلي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د لیکوال په باور، د سرتاج عزیز له وروستیو څرګندونو نه په ډاګه کیږي چې؛ یاد هېواد په تېرو تېروتنو او کړنو په ډاګه اعتراف کړی او هم د دې تمه راکوي؛ چې پاکستان به نور واقعیتونه درک او هر اړخیز درناوی ته به ژمن پاتې شي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG