د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

پاکستان د ولسمشر کرزي دوې مهمې غوښتنې له پامه وغورځولې


فارین پالیسي:

فارين پاليسي خپرونې د افغانستان په اړه د خپرې کړې مقالې په پيل کې؛ پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر څيړلی او ليکي چې، ولسمشر کرزي په پاکستان کې خپل سفر د يوې ورځې په مخه وځنډاوه؛ څو له طالبانو سره د سولې مساله د اسلام اباد له چارواکو سره وڅيړي.

خو د خپرونې په باور حامد کرزي له پاکستانه د يوازې څو ټکيو په برخه کې ډاډ ترلاسه کړ؛ يوه خبره دا وه چې، نوازشريف ورته وويل، چې طالبان به وهڅوي چې له قطره عربستان يا ترکيې ته خپل دفتر انتقال کړي او نوازشريف د حامد کرزي دا بلنه ومنله چې؛ کابل ته ورشي.

د سوداګرۍ په برخه کې يو لړ تړونونه وشول، خو د افغان ولسمشر دوې مهمې غوښتنې له پامه وغورځول شوې؛ د طالبانو د زندانيانو خوشې کېدل او په پاکستان کې د طالبانو د پناه ځايونه له منځه وړل.

فارين پاليسې بيا په خپلې مقالې کې په هرات، هلمند او فراه کې د ملکي افغانانو د وژنو پيښو ته اشارې کړي دي چې؛ روانه اونۍ طالبانو ووژل.

په افغانستان کې د بې امنيو د وروستيو پيښو په اړه بيا ګڼو لويديځو ورځپاڼو ليکنې کړې دي.

نیویارک ټایمز:

نيويارک ټايمز په غزني کې د "پي. ار. ټي" پر دفتر د چهارشنبې د ورځې د بريد مساله رااخيستې او ليکي، چې غزني د افغانستان په يو نا امنه ولايت بدل شوی او په وروستيو اونيو کې خو د بې امنيو ګراف په دې ولايت کې يو مخ پر جګېدو دي.

انډپنډنټ:

بريتانوۍ ورځپاڼه انډپنډنټ په افغانستان کې د چاودنو او نښتو د زياتېدو علت دا ګڼي، چې ياغيان غواړي، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د سپارلو له موقع د ځان په ګټه استفاده وکړي.

لاس انجلس ټایمز:

د امريکا لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه هم د بې امنيو د زياتېدو علت همدا ګڼي؛ خو ورسره څنګ ته ليکي، چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو تلفات د بې امنيو سربيره لږ شوې دي.

لاس انجلس ټايمز بيا د يوې خپلواکې ويب پاڼې په وينا څرګندوي چې په دوه زره لسم کال کې تر بل هر کال ډير بهرني پوځيان په افغانستان کې ووژل شول چې؛ شميره يې اوه سوه يولسو ته ورسيده او بيا له هغه راوروسته کال په کال د بهرنيو د تلفاتو شمېره راکمه شوې ده او روان کال تر دې دمه د ايتلافي ځواکونو يوسل او نولس عسکر په افغانستان کې وژل شوې دي.

ورځپاڼه د خپلې خپرې کړې مقالې په پای کې بيا ليکي، چې د افغان ځواکونو مورال لوړ نه دی؛ ښې وسلې نه لري، ګڼ پوځيان له عسکري خدمته تښتي او تر ډيره افغان پوځيان پر بهرنيو ځواکونو اتکا کوي.
XS
SM
MD
LG