د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۴

"لاهم افغانستان له پاکستان سره د خپلو اساسي ستونزو په حلولو کې پاته راغلی"




راپور: محمد قسیم "سوله مل"


په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پرافغانستان د نړېوالې ټولنې د یرغل په نتیجه کې چې کله د طالبانو رژیم نسکور شو، دې هېواد د سیمې او نړۍ په کچه پراخې او بې ساري اړیکې جوړې کړې.

د سیاسي چارو یو شمېر کتونکي او د حکومت سیاسي اپوزسیون په دې باور دي چې له دې نیټې څخه شاوخوا دولس کلونه تیر شول، خو لا هم افغانستان نه دی توانیدلی د نړېوالې ټولنې د پراخ حضور څخه په ګټه اخیستنې له ګاونډیو په ځانګړي توګه له پاکستان سره خپلې اساسي ستونزې حل کړي.

افغان حکومت هم دا مني چې؛ په تیرې څه باندې یوې لسیزه کې دوي له پاکستان سره د خپلو اساسي ستونزو په حلولو کې پاته راغلی خو ټینګار کوي چې په افغانستان کې د وضعیت خرابیدل به پاکستان هم زیانمن کړي.

په داسې حال کې چې؛ افغانستان ۲۰۱۴ کال ته نږدې کیږي او نړېواله ټولنه په دې هېواد کې خپل پوځي او اقتصادي حضور کموي، د سیمې یو شمېر هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي.

د سیاسي چارو ځیني کتونکې نظر ورکوي چې؛ پاکستان په سیمه کې خپلې ګټې د کړکیچ په رامنځ ته کولو کې وینې او په تیرو دولسو کلونو کې یې هم همدا پالیسي د افغانستان پر وړاندې لوبولې ده.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي:

"پینځه شپیته کاله چې د پاکستان له عمر څخه تیریږي، پاکستان د سیمې د ستونزو یوه برخه وه.

پاکستان د خپل حاکمیت بقا په کړکیچ کې ویني. په خواشینی سره افغانستان د پاکستان په وړاندې د راکړې ورکړې سیاست نه درلود. تل یې د زاریو او ننواتو سیاست لوبولی دی. دا ډول سیاست هیواد هغې مرحلې ته رسوي چې هره ورځ یې بحران وي."


د ځینو کتونکو په اند پاکستان په تیرو څو لسیزو کې افغانستان خپل ستراتیژيک عمق بللی دی او پدې هڅه کې دی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان اړوندو مسایلو کې له پاکستان سره مشوره وکړي.

د حکومت یو شمیر سیاسي مخالفین هم په دې باور دي، چې پاکستان په تیرو دولسو کلونو کې هم د افغانستان پر سر له نړېوالې ټولنې څخه ستر امتیازونه ترلاسه کړي دي.

دوی په همدې موده کې د افغان حکومت پر سیاست انتقاد کوي چې د پاکستان پر وړاندې یې روښانه پالیسي نه درلوده.

د افغانستان د ملي ایتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا په دې اړه وايي:

"دا چې پاکستان په تیرو دولسو کلونو کې له افغانستان سره شخړي درلودې اوافغانستان باندي یې منظم یرغلونه کړي دي او لا هم دوام لري. نو دلته اړینه دا وه چې افغانستان هر څومره ژر چې ممکن وه باید بهرنۍ پالیسي جوړه کړې وای او بهرني پالیسۍ کې یې د پاکستان ځای ځانګړی کړی وای. چې دا کار و نشو. نو د دې پالیسۍ په نه موجودیت کې حامد کرزي حکومتي، ګروپي او شخصي پالیسي غوره کړله."

د ښاغلي اوریا په خبره، افغان حکومت ته لازمه وه چې د پاکستان لپاره یې سرې کرښې جوړي کړي وای او د متقابلو ګټو پر اساس یې یوه روښانه تګ لاره غوره کړې وای.

بله مساله چې پاکستان یې په اړه تل اندیښنه لري، هغه د افغانستان او هندوستان تر منځ اړیکې دي.

هند په تیرو دولسو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیارده ډالر لګولي او د نړۍ په کچه پدې هیواد کې پینځم ستر مرسته کوونکوی ګنل کیږي.

کابل همدا راز له نوي ډیلي سره د ستراتیژیکو همکاریو سند لاس لیک کړی دی کوم سند چې له هیڅ کوم ګاونډي سره یې نه دی لاس لیک کړی.

خو پاکستان تل هڅه کړې چې هند ته د افغانستان د نږدې کیدو پر وړاندي خنډونه رامنځ ته کړي او د ناامنیو په جوړیدو سره غواړي پر افغان حکومت فشار راولي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح هم پدې باور دی، چې پاکستان له افغانستان څخه یو لړ عمده غوښتني لري او تر څو یې چې دا غوښتنې و نه منل شي د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه بندوي:

"پاکستانیانو وروسته له پراخو بحثونو او وروسته له دې چې له وسله والو طالبانو څخه یې له خپل ملاتړ څخه انکار و کړ، بلاخره د امتیاز په توګه یې افغاني لوري ته شپږ غوښتنې وړاندي کړې څو دا امتیازونه پاکستان قانع کړي چې د وسله والو طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي."

د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي سند نه لاس لیک کیدل، په افغانستان کې د هند د نفوذ محدودول، په پاکستان کې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه، د افغانستان د کانونو په استخراج کې پاکستان ته ځانګړی امتیاز ورکول او په سرحدي مسایلو او ابو کې د امتیازاتو ترلاسه کول د صالح په وینا له افغانستان څخه د پاکستان اساسي غوښتنې دي.

نوموړی وایي، یادو مسایلو ته په کتو، دا تمه نه کیږي چې د افغانستان په مقابل کې به د پاکستان تګ لاره بدلون وکړي.

خو حکومت بیا وایې، چې دوی توانیدلي په همدې موده کې متقابلو ګټو ته په پام سره د سیمه په ځانګړې توګه له ګاونډیو هیوادونو سره یوه روښانه تګلاره ولري.

په همدې موده کې جمهور رییس حامد کرزي شل ځله د لوړ پوړو حکومتي پلاوو سره پاکستان ته سفرونه کړی دي، خو دې سفرونو او هڅو د موجوده ستونزو په هوارولو کې څه خاص رول نه دی لوبولی.

جمهور رییس حامد کرزي په ر وانه میاشت کې پاکستان ته تر خپل سفر مخکې یوې خبري غونډي ته وویل، چې مخکیني سفرونه یې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په جوړولو کې ګټور وه:

"له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې، پداسي حال کې چې موږ پاکستان ته له خپلو مخکینیو سفرونو څخه د افغانستان د امنیت د ښه کیدو په برخه کې ښې لاسته راوړنې نه درلودې، دغه راز په پاکستان کې هم امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی. خو د دولتونو تر منځ د اړیکو او تګ راتګ په برخه کې ښه کارونه و شول. بې ګټي نه وه. د یو ملت په توګه باید زموږ هڅې هیڅ وخت و نه دریږې په هرې برخې کې چې وي."

افغانستان په تیرو دولسو کلونو کې له امریکا، بریتانیې، فرانسې،جرمني،ایټاليا، اسټرالیا، هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره ستراتیژیکي اړیکي جوړې کړلې.

دغه راز له امریکا سره د ستراتیژیک امنیتی سند په اړه هم درې پړاو خبرې ترسره شوي.

خو د سیاسي کتونکو په باورافغان حکومت ندی توانیدلی چې له همدې اړیکو څخه د خپلو کورنیو او بهرنیو ستونزو په هوارولو کې لازمه ګټه پورته کړي اوهمدا علت دی چې لاهم افغانستان له ګاونډیو سره ګڼې،سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزې لري.
XS
SM
MD
LG