د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۲۸

ملي ارمان: حامد کرزی له پاکستانه تش لاس راغلی


په کابل کې ننیو خپرو شویو ورځپاڼو پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر او په بېلابېلو ولایتونو کې ملکي تلفاتو او د کارګرانو وروستیو وژونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي .

د خدمتګار ورځپاڼې په یوه مطلب کې پاکستان ته د جمهور ریس حامد کرزي سفر په اړه له ولسمشر څخه په نکل لیکلي چې پاکستان دې د ژمنو پرځای عمل وکړي.

خو د خدمتګار په همدي مطلب کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف څخه په نکل راغلي چې هیواد یې د سولې له ټولشموله بهیر څخه صادقانه ملاتړ کوي .

خو د ویسا ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې یوه مطلب کې ټینګار کړی چې تر اوسه د پاکستان په مري کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو د غوڼدې په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي.

په مطلب کې داهم راغلي چې ولسمشر کرزي او نوازشریف د سفر په لومړی ورځ د تړلو دروازو تر شا خبرې کړي .

خو د دنیا ورځپاڼې له پاکستاني رسنیو څخه په نکل لیکلي چې؛ په دغه سفر کې ولسمشر کرزي له پاکستان څخه غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

اخوا بیا د ملي ارمان ورځپاڼه په خپلې سرمقاله کې د( جمهور ریس له پاکستان څخه تش لاس راغلی) تر سرلیک لاندي لیکي چې د پاکستان بهرنی سیاست د هغې چارواکو پورې اړه لري چې ددغو کسانو په بدلیدو سره بدلون مومي .

خو د انیس دولتي ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې د ولسمشر کرزي او نواز شریف تر منځ خبرې ګټورې ګڼي او لیکي سره له دې چې ددواړو لورو ترمنځ اقتصادي تړونونه لاسلیک شوه ژمنې وشوې خو لیکوال دغه خبرې د پاکستان لپاره یو وروستی چانس ګڼې ترڅو د سیمې د سولې لپاره هڅې وکړي

د محور ورځپاڼې د افغان – امریکا امنیتي تړون بیه په هرات کې – په اسلام آباد کې تر سرلیک لاندې یوه مطلب کې د هرات په کرخ او ګلران ولسوالیو کې د خصوصي رغنیزو کمپینو د ۱۵ کارکوونکو وژل کیدو ته اشاره کړې او لیکلي ګاوڼدي استخبارات په یادو قتلونو کې مطلق ښکیل دي .

ورځپاڼه ټینګار کوي چې د سلما د بند چارې ټکنی شوي او کارکوونکي هره شیبه تهدیدي پیغامونه تر لاسه کوي .

لیکوال په دې باور دی چې له اسلام آباد څخه د ولسمشر کرزي هغه تاثرات چې په ګلران کې د ملي پیوستون د څلورو انجنیرانو په وژنه خپاره شوي د ګاونډیو استخباراتو د مداخلې په اړه د ارګ وروستی حوصله په ډاګه کوي خو ښایې انجام یې دا وي چې له امریکا سره امنیتي تړون ته څو ګامه په چټکی ورواخلي .

د سرنوشت ورځپاڼې بیا لیکلي چې وسلوالو د پکتیا په زرمت ولسوالی کې د ۶
تنه مزدور کاران وژلي او د کاپیسا د تګاب ولسوالي اوسیدونکي وایې د مخالفینو له خوا د وړمې ورځ د چاودنې د غږ لهامله د شپږو ماشومانو زړونه او خیټې چاودلي او مړه شوي دي .

ورځپاڼه لیکي روښانه ده چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې وسلوالو طالبا نو افغان وژنې ته په بې سارې توګه زور ورکړي .

د سرنوشت سر مقاله لیکونکی ټینګار کوي چې له وروستیو وژنو داسې ښکاري چې وحشت لا زیاتیږي او بهرني استخبارات د کورنیو پلورل شوو کړیو او افرادو پر مټ هره ورځ د انسانیت پر مری پښه ږدي .

خو د ملي باور ورځپاڼه بیا په یو شمیر ولایتونو کې د وسلوالو له خوا د افغان کارګرانو د وژنې پړه د کار او ټولنیزو چارو د وزارت او په ټولیزه توګه د حکومت پر غاړه اچوي او وایې چې دوی ته سمې کاري زمینې نه برابروي تر څو یې ژوند خوندي وي .
XS
SM
MD
LG