د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي نیپال ته روان شول


د افغانستان د فوټبال ملي ټیم به د جنوبي اسیا په فوټبال سیالیو کې چې دا ځل د نیپال په کوربه توب کیږي په خپل ګروپ کې له بوتان، سریلانکا او مالدیف سره سیالي وکړي.

له دې سفر یوه ورځ مخکې د افغانستان د فوټبال هر یوه ملي لوبغاړي ته حکومت له خوا یو لک افغانۍ هم ورکړل شوې.

د جنوبي آسیا په فوټبال سیالیو کې چې افغانستان تر ټولو مخکې هم دی دا ځل افغان ټیم له بوتان،مالدیف او سریلانکا سره لوبې کوي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي وايي چې ددې لوبو لپاره ښه چمتوالی لري او هیله من دي چې دا ځل د جنوبي آسیا اتلولي افغانستان ته راوړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي یوسف مشرقي او حمیدالله یوسفزي په
دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې داسې وویل.

یوسف مشرقي:

(موږ په ګروپ کې راوتلی شو بوتان مو له دې مخکې په ډېرو ګولونو ګټلی دی سریلانکا سره مو دوه درې ځلې چې مخ شوي ترې ګټلي مو دي. مالدیف سره مو لا لوبه نه ده کړې هغه وايي زورور ټیم دی انشالله له هغو سره به هم کوښښ وکړو.)

حمیدالله یوسفزی:

(دې مسابقو ته مونږ امادګي لرو. زمونږ نور هلکان چې له امریکا او اروپا راشي له دې نورو سره به یوځاي دوه درې ورځې تمرین وکړو بیا به انشالله خلکو ته وعده ورکوو چې مونږ به یې ګټو له خیره سره.)

د افغانستان د فوټبال ملي روزونکي یوسف کارګر هم ددې سیالیو لپاره له پوره چمتوالي خبر ورکړ او ویې ویل چې د پاکستان په وړاندې د څو ورځې مخکې بریا د ټولو لوبغاړو روحیه پیاوړې کړې ده.

محمدیوسف کارګر:

(له پاکستان سره زمونږ لوبه د جنوبي آسیا سیالیو لپاره یوه تدارکاتي مسابقه وه. مونږ له دې مخکې چې له پاکستان سره سیالي وکړو د یوې اوونۍ لپاره مو له هغو لوبغاړو سره یوځاي چې له امریکا او اروپا راغلي وو یوه اوونۍ ښه تمرین وکړ او خپل ټیم مو له هره پلوه دې ته چمتو کړ چې په جنوبي آسیا کې ښې لوبې وکړي. هیله من یو چې د نیپال له سیالیو یوه ښه لاسته راوړنه وکړو.)

د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي به د سپټمبر میاشتې په دویمه نیټه خپله لومړۍ لوبه له بوتان ، دویمه لوبه پر څلورم تاریخ له مالدیف او دریمه لوبه هم په شپږمه نيټه له سریلانکا سره وکړي که چیرې له دې ګروپي دور څخه بریالی ووځي نو نیمه پایلوبې او پایلوبې ته به لار پیدا کړي.

مخکې له دې چې افغان لوبغاړو د چهارشنبې په سهار مهال نیپال ته روان شي د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا هر یوه ملي لوبغاړي ته یو یو لک افغانۍ مرسته هم شوې ده.

دا مرسته د سه شنبې په ورځ په یوې غونډه کې د جمهوري ریاست د استازي احسان طاهري له خوا دغو لوبغاړو ته ورکړل شوه چې د ځینو د خوښۍ لامل هم شوه.

خو د افغانستان د فوټبال ملي ټیم رووزنکي ښاغلي کارګر وویل دا لومړی ځل دی چې د فوټبال له ملي لوبغاړو سره داسې مرسته کیږي خو تېرو ژمنو او وعدو ته په کتو کومې سل زره افغانۍ چې هر یوه لوبغاړي ته ورکړل شوي هیڅ کوم درد یې نه شي دوا کولای.

صفي الله ستانکزی،کابل
XS
SM
MD
LG