د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د پکتيا مظاهره چيان: په راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوو


نن د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د پکتيا پرېس کلب مخ ته د پکتيا ګڼ شمېر قومي مخورو، ځوانانو او د ځينو مدني ټولنو فعالانو مظاهره وکړه او په ترڅ کې يې پرېکړه وکړه چې که مرکزي اداره يې غوښتنو ته پام ونه کړي، دوی په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون نه کوي.

دغو لسګونه مظاهره چيانو چې په ګردېز ښار کې يې د پکتيا پرېس کلب مخ ته د پکتيا ژغورنې د حرکت په نوم مظاهره کې برخه لرله، ويل چې که چېرته يې مرکزي دولت غوښتنو ته پام ونه کړي دوی به راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي.

دوی په خپلو خبرو کې وويل چې د پکتيا ټول خلک غواړي خپل حقونه ترلاسه کړي او که چېرته مرکزي دولت دوی ته باصلاحيته هيت ور وانه ستوي نو د روانو مظاهرو لړۍ ته به همداسې دوام ورکړي.

مظاهره چيانو چې د پکتياوالي جمعه خان همدرد پر ضد ليکلي شعارونه له ځانه سره لېږدول دا هم ويل په پکتيا کې فساد اوج ته رسېدلی، په ادارو کې بې کيفايتي ده، د خلکو کارونه په خپل وخت نه خلاصيږي او په دې ولايت کې د پخوانيو واليانو له لوري ډيزاين شوې او پرانيستل شوې پروژې په ټپه ولاړې دي.

دغو مظاهره چيانو ويل که چېرته والي همداسې په واک کې پاتې شي او مرکزي اداره يې غږ وانه وري او د ستونزو د هواري په موخه يې باصلاحيته هيت ولايت ته رانه شي دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او پکتياوال به پرې نه ږدي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي ، د مظاهره چيانو څو تنه ګډونوال او قومي مشران :

” موږ څو ځله غونډې او مظاهرې کړې دي، خپل حق مو غوښتی دی، دا چې مرکزي دولت زموږ د غوښتنو په اړه لا هم څه نه دي کړي نو موږ به مظاهرو ته همداسې دوام ورکړو او له دې وروسته که څه پېښه وشوه، مسوليت به يې د مرکزي ادارې په غاړه وي.

”موږه روښانه کړه، موږ چې مرکزي ادارې ته رايه ورکوو وجه دا ده چې موږ ته خدمت وکړي، متاسفانه چې داسې اداره جوړيږي لکه دا اوس چې ده نو موږ په کوم اساس په ټاکنو کې برخه واخلو او پکتياوال دغه دلچسپي نه لري ځکه چې دوی ته خپل حق نه ورکول کيږي او اوس هم زموږ غږ نه اورېدل کيږي.“


ګڼو مظاهره چيانو اندېښنه څرګنده کړه چې که مرکزي دولت دې ولايت ته پام ونه کړي، دلته به ټولې رايې د چارواکو په خوښه خلکو ته و کارول شي نه دا چې د خلکو په خوښه د رايو په مرکزونو کې رايه وکاريږي.

خلکو ويل چې ولايتي چارواکي غواړي د تېر په څېر په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي او د خپلې خوښې کانديدانو په ګټه کار وکړي، دوی د خپلې دغې اندېښنې د ثبوت له پاره په ولايت کې شته ستونزو او اداري فساد ته اشاره کوله او له مرکزي دولته يې غوښتنه کوله چې که د دوی غږ ته غوږ نه شي ښايي دوی لويې لارې د خلکو د تګ راتګ په مخ تر هغو وتړي څو پورې خپل حقونه ترلاسه کړي.

د مظاهره چيانو د نن ورځې د دې پرېکړې چې په ولايتي اداره کې فساد موجود دی او که مرکزي اداره يې په اړه تصميم ونه نيسي دوی به په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي د پکتيا له سرپرست والي ډاکټر عبدالولي سهي څخه وپوښتل هغه وويل :

” مظاهره د دوی حق ده چې په دې سره دوی له مرکزي دولت څخه غوښتنې وکړي او يا ترې خپل حق وغواړي دا چې دوی وايي په انتخاباتو کې ګډون نه کوي دا نا سنجول شوې خبره ده او د اخطار په ډول هم بايد مطرح نه شي.“

نوموړی وايي په ټول افغانستان کې فساد شته او مظاهرې د خلکو حق دی او په ټوله نړۍ کې ترسره کيږي دا چې دوی وايي په ټاکنو کې برخه نه اخلي دا د ټولې پکتيا نظر نه دی.

مظاهره چيانو دا هم ويل دوی درې ځله اعتراضيه غونډې او مظاهرې کړې دي خو مرکزي دولت يې غوښتنو ته پام نه دی کړی، وايي چې که دا ځل يې هم د موضوع د حل په اړه مرکزي دولت جدي تصميم ونه نيسي د ټولو رامنځ ته کېدونکو پېښو او ستونزه مسوليت به د مرکزي ادارې په غاړه وي.

راپور: داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG