د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۳۲

بارک اوباما له خپلو امینتي سلاکارانو سره د سوریې په اړه خبرې وکړې


سپينې ماڼۍ پرون (شنبه) وویل، چې ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت په چارو کې د خپلو سلاکارانو سره ګوري او د سوریې د وضعیت په ارتباط پر راتلونکو ممکنو اقداماتو خبرې کوي.

د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې؛ واشنګټن په دې ارتباط پر پراخو امکاناتو غور کوي.

د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي پرون ویلي چې؛ جمهور رییس اوباما د امریکا د استخباراتو ادارې ته دنده سپارلې؛ څو په دې اړه چې د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلې څخه کار اخیستی حقایق او شواهد را غونډ کړي.

ولسمشر اوباما په یوه مرکه کې چې؛ د جمعې په ورځ د "سي. اېنږ اېن" له ټلویزیونه خپره شوه وویل؛ که چیرې دا ادعا ثابته شي چې؛ د سوریې رژیم له کیمیاوي وسلو کار اخیستی، وضعیت به د امریکا پاملرنې ته اړتیا پيدا کړي.

د بشار الاسد د رژیم اپوزیسیون ادعا کوي چې؛ د حکومتي ځواکونو د کیمیاوي وسلو په حمله کې د ۵۰۰ او ۱۳۰۰ تر منځ خلک وژل شوي دي. د بشار الاسد رژیم دا ادعاوې ردوي.

د سوریې دولتي ټلویزیون د شنبې په ورځ پر مخالفو وسله والو تور ولګاوه چې؛ د دمشق ښار ته نږدې يې د (جوبار) په سیمه کې کیمیاوي وسلې کارولې دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د بې وسلوکولو د ادارې مشره (انجیلاکاني) پرون دمشق ته ورسیده؛ څو د سوریې پر رژیم فشار راولي چې د دې سازمان څارونکو ته اجازه ورکړي چې؛ هلته د کیمیاوي وسلې د کارول کیدو د ادعاو په اړه څيړنې وکړي.

دا په داسې حالکې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وړمه ورځ د سوریې پر حکومت او مخالفینو غږ وکړ چې د دوی له څارونکو سره همکاري وکړي.

د فرانسې د بهرنیوچارو وزیر لاورین فابیوس ویلي چې؛ د ملګرو ملتونو څارونکو ته باید ډیر ژر اجازه ورکړه شي؛ تر څو خپلې ضروري ازموینې ترسره کړي:

"هغه ټول معلومات چې زموږ په لاس کې دي څرګندوي چې د کیمیاوي وسلې د کارولو په وسیله دمشق ته نږدې قتل عام شوی دی او دا څرګندوي چې، د بشار الاسد رژیم لاس په کې لري."

بریتانیې ویلي چې، د بشارالاسد رژیم ځواکونه د پيښې مسوولین دي. د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د جمعې په ورځ وویل چې؛ واشنګټن د خپلو سمندري ځواکونو په برابرولو پيل کړی؛ تر څو که چیرې په سوریه کې د امریکا د پوځ د مداخلې په برخه کې کومه پرېکړه وشي؛ تیار اوسي.

د امریکا د دفاع وزیر د دې امکاناتو په اړه د نورو جزیاتو له څرګندولو ډډه کړې ده.
XS
SM
MD
LG