د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

په کندهار کې د ۱۶ ملکیانو وژونکی په عمرقید محکوم شو


بلاخره هغه امریکايی چې تېر کال په کندهار کې د شپاړس ملیکانو د وژلو مسوول و؛ محاکمه شو او ورته د عمر قید سزا واورل شوه.

د څلویښت کلن رابرت بیلز د محکمې حکم بې له کوم تخفیف او یا بخښولو په شرط پرون د واشنګتن د یوې پوځي محکمې له خوا واورول شو.

د څارنوالانو په وینا، رابرټ بیلز هغه مهال چې په کندهار کې ملکیان په دوه جلا پیښو کې په قتل ورسول؛ په دې ښه پوهېده چې څه ډول کار تر سره کوي.

بیلز د تیر کال په مارچ میاشت کې یې په خپل جرم اعتراف وکړ؛ څو د اعدام له حکمه بچ شي.

بیلیز د دوه زره دولسم میلادي کال د مارچ په میاشت کې وروسته له دې چې کوم فلم یې لیدلی و او شراب یې څښلی و؛ خپله وسله راخیستې وه او د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یې پر ځایي خلکو ډزې کړې وې.

تر هغې وروسته چې پر بلیز څو ځله محکمه دایره شوه؛ نهایي حکم پرون د واشنګتن د یوې محکمې له خوا اعلان شو.

هغه د تیرې پینجشنبې په ورځ د محکمې په لړ کې وویل چې؛ شپاړس افغان ملکیان یې وژلي دي، له محکمې څخه یې بخښنه وغوښته او دا یې یو بزدلانه عمل وباله.

د رابرټ بیلز مدافع وکیلان وایي، کیدای شي رواني فشارونه د ده له خوا د ملکیانو په وژنه کې رول لرلې وي.

بیلیز د دوه ماشومانو پلار دی. وروسته د پروسږکال له پیښې افغان حکومت او د قربانیانو کورنیو د امریکا له محکمې غوښتي وو؛ چې رابرټ بلیز ته تر ټولو سخته سزا ورکړي.

تر حکم دمخه هم دا مخوینه کېده چې؛ هغه به په عمر قید محکوم شي.
XS
SM
MD
LG