د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

مرکزي اسیا له ۲۰۱۴وروسته په خطر کې ده


د سولې او جګړې انسټیټیوټ خپرونې په وروستۍ ګڼې کې: مرکزي اسیا له ۲۰۱۴ م کال وروسته په خطر کې ده – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یي راغلي:

سیمه يېز چارواکې په دي باور دي چې؛ په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د مرکزي اسیا د هېوادونو د وسله والو د فعالیتونو زیاتیدل ښیي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ممکن وسله وال له فرضت څخه کټه واخلې او په خپلو مربوطو هیوادو کې ځانونه ځاي کړي.

د خپرونې په باور، اسلام پالي ډلې د خپلو عملیاتو د دوام په مقصد ممکن د نشه یي موادو په قاچاق کې دخیل شي او دا مساله همدا اوس هم د مرکزي اسیا د بې ثباتۍ یو مهم عامل دی.

د سولې او جګړې انسټیټیوټ په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې د تاجکستان او ترکمنستان پو لو ته نږدې، د وسله والو طالبانو تهاجمي حملو ته اشاره کړې او لیکي:

د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې د دې هېواد د فرغانه درې اوسیدونکو جوړ کړی، په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ م کلونو کې یي په قرغزستان او ازبکستان کې د یرغلونو له امله بد نوم وګاټه. کله چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنګ شو د ازبکستان اسلامي غورځنګ ډله د پاکستان شمال لویدیځ ته لاړه.

د سولې او جګړې انسټیټيوت خپرونه زیاتوي، د روان کال مي میاشت کې طالبانو او د ازبکستان اسلامي غورځنګ ډواړو د پنجشیر د ولایت پرمقام او د بدخشان په جنوب کې د حملو مسولیت منلی و او دا یي ګډې حملې بللې وې. په دې حملو کې شپږ واړه حمله کوونکي او یو پولیس وژل شوي وو.

خپرونې د قزاقستان په الماتې ښار کې د یوه سیاسي څیړونکې مراد شیبوتوف خبره راخیستې چې وایي، په افغانستان کې بې ثباتی ځکه ګاونډیو هېوادو ته ګواښونه مخامخوي چې؛ نورو بنسټ پالو ته شرایط برابروي.

په همدې اړه د تاجکستان د سیاسي چارو د کارپوه الکساندر اسکندروف خبري هم په خپرونې کې راخیستل شوې چې وایي:

وسله والې ډلې پلان لري چې؛ د تاجکستان د پولي په جنوب کې خپل سنګرونه ټینګ کړي او له هغه ځایه په تاجکستان کې حملې وکړې او بیرته افغانستان ته واوړي.

د سولې او جګړې انسټيیټیوټ خپرونه د څیړونکو په حواله وړاندي لیکي:

ناتو ځواکونو په افغانستان کې په هغو ځایونو کې عملیات کول چې د دوي په نظر یي اړتیا لیدل کیده. وسله والو جرئت نه کاوه چې په خلاص لاس په ټول هېواد کې فعالیت وکړي. دوي دا مهال د مرکزي اسیا په هېوادو کې خپل فعالیتونه پیل کړي او له ځایي خلکو څخه ملاتړې جهادیان خپلو لیکو ته جذبوي. له دې څخه داسې بریښي چې؛ دوي خپل فعالیتونه بیرته پیل کړي او د یو څه لپاره تیاری نیسي.


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان او پاکستان د فوټبال د ملي ټيمونو تر منځ د دوستانه سیالۍ په اړه مقالې او مضمونونه خپاره کړي.

امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په دې اړه لیکي: پاکستان او افغانستان په ډیرو مواردو کې په خپلو کې لفظې ناندري، کله نا کله د لانجمنې پولې په اوږدو کې ډزې او نښتې کړي، خو د سې شنبې په ورځ دواړو ګاونډیانو بل ډول سیالي وکړه او د سوله ییزو اړیکو لپاره یي هیلې زیاتې کړي.
XS
SM
MD
LG