د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

صالح: په افغانستان کې موجوده ریاستي نظام اغیزمن نه دی


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس وایي، که د افغانستان د حکومت مخالفې سیاسي ډلې په خپلو کې یا له حکومت سره اختلافات لري دا حق نه لري چې؛ د هېواد د سرنوشت په اړه له نورو هیوادونو سره خبرې وکړي.

امرالله صالح چې د مونشن په غونډه کې یي برخه اخیستې وه له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، په افغانستان کې موجوده ریاستي نظام اغیزمن نه دی او پارلماني نظام ته ترجیع ورکوي.

روانه اونۍ د مونشن په غونډه کې د افغانستان د حکومت د یو شمېر سیاسي ډلو استازیو او د ګاونډیو او اروپایي هېوادونو یو شمېر کارپوهانو برخه اخیستی وه چې په کې د افغانستان د امنیتي حالاتو، له طالبانو سره د سولې د پروسې، د راتلونکو انتخاباتو او په افغانستان کې د سیاسي نظام د بدلون د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ازادۍ راډیو خبریال ابوبکر صدیق چې دی غونډی ته تللی و، له امرالله صالح سره یي مرکه کړې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:28 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG