د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

افغانستان بیا د فوټبال په نقشه کې څرګند شو


وال سټریټ ژورنال ورځپانې په خپلې وروستي ګڼې کې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان او افغانستان د فوټبال د ټیمونو د سیالۍ په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک يې دی، افغانستان بیا د فوټبال په نقشه کې څرګند شو.

ورځپاڼه لیکي، افغانستان د فوټبال د نړېوال فدراسیون په لست کې یو سل او نهه دیرشم ځای لري او د پاکستان په پرتله چې یو سلو اوه شپږمه لیکه کې دی مخکې دی.

ورځپانه د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د ریس سید اغازاده له قوله لیکي، دا واقعیت چې افغانستان په لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د فوټبال د مسابقې کوربه دی او له نولس سوه اوه اویایم کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د پاکستان سره لوبه کوي، په افغانستان کې د یوې لويې غوړیدنې څرګندونه کوي.

د اغا زاده په وینا د افغانستان فوټبال د نظم او بنسټ له پلوه پیاوړتیا موندلې او اوس فوټبال کولای شي چې؛ په افغانستان کې ډیر لوی رول ولوبوي.

وال ستریت ژورنال همدا شان د فوټبال د فدارسیون له قوله لیکي چې؛ اوس پینځوس زره د فوټبال لوبغاړو نومونه ثبت کړي چې؛ دا په دوه زره شپږم کال کې څه باندې ۱۹۷۰۰ تنه وو.

د ورلډ تایم خپرونه د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مقاماتو له قوله لیکي د سې شنبې د ورځې لوبه نورو هېوادونو ته هم د افغانستان ور پرانیزي.

د خپرونې په وینا د فوټبال لوبه کولای شي چې د دې دواړو ګاونډیو ترمنځ له کلونو راهیسې د تشنج په پای ته رسولو کې رول ولوبوي.

خو د خپرونې په وینا د دواړو هېوادنو ترمنځ د تشنج د له منځه وړلو هڅې به هغه وخت په عملي توګه یوې نتیجې ته ورسیږي چې؛ جمهور ریس حامد کرزی راتلونکې اونۍ پاکستان ته ولاړ شي او پاکستان دې ته اړ کړي چې وروسته له دوه زره څوارلسم کاله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه و ځي طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

یو اس ټو ډې ورځپاڼې لیکي، په داسې حال کې چې؛ هر ورځ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې کېږي په دې هېواد کې په ګوتو شمار مسلکي پوځیان شته.

د ورځپاڼې په باور په داسې حال کې هر ورځ امریکایي مقامات ډیر امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته سپاري خو د سرتیرو د بې سوادۍ او لږې تجربې څخه شکایت لري.

د یو ایس ټو ډې په باور په همدې هدف د امریکا پوځ یو شمېر کسان روزي.
XS
SM
MD
LG