د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ټیمونو ترمنځ دوستانه سیالۍ

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم پاکستان ته په یوې دوستانه لوبه کې درې پر صفر ماته ورکړه. لوبه شاوخوا څلور بجې د کابل په سډیوم کې تر یو لړ رسمي مراسمو وروسته پیل شوه. د لوبې په سر کې دواړو خواوو پر یول بریدونه وکړل. خو تر ۱۹ دقیقې پورې یوه لوبډله هم ونه توانېده چې کوم ګول ووهي. په شلمه دقیقه کې افغان فوټبالر (سنجر احمد) لومړی ګول وواهه؛ دوېیم ګول تر دویمې نیمايي وروسته د اتلم نمبر لوبغاړي (احمد ارش عاطفي) له خوا ووهل شو؛ درېم او وروستی ګول د معروف له خوا ووهل شو؛ چې له دې سره د پاکستاني لوبغاړي ملا ماته شوه او تر ډېر هڅو یې بیا هم ونه شو کړای یو ګول هم ووهي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG