د انتخاباتو د کمېسیونونو د غړو د غوره کولو کمېټه وايي، ډیر ژر به د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمېسیون د غړو د غوراوي پر بهیر کار پيل کړي.
د قانون له مخې دا کمېټه پنځلس کسان ولسمشر حامد کرزي ته ور پيژني او بیا به ولسمشر پنځه تنه د دوي له منځه د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د غړو په توګه ټاکي.
تر دې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوي غړي هم د هغو اوه ویشتو کسانو له لست څخه ټاکل شوي وه، چې د غوراوي کمېټې ولسمشر ته وړاندې کړی و.
د انتخاباتو د کمېسیونونو لپاره د غړو د غوره کولو کمېټه وايي، د شکایتونو اورېدلو کمېسیون لپاره د غړو د غوره کولو په بهیر کې یې د علاقه لرونکو کسانو د پراخ ګډون په خاطر اسانه شرایط په نظر کې نیولي.
د دې کمېټې غړي او د افغانستان د اساسي قانون پر عملي کولو د څارنې کمېسیون رئیس ګل رحمان قاضي وايي، راتلونکې اونۍ به دا اعلان وکړي چې؛ پر شرایطو برابر کسان دي د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د غړیتوب ترلاسه کولو ته خپل غوښتنلیکونه ور کړي.
ښاغلي قاضي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د غوراوي کمیټه به هڅه وکړي چې؛ د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د پنځو غړو د ټاکلو لپاره د پنځلسو مسلکي کسانو لست ولسمشر ته وړاندې کړي:
“زموږ دوه کسان په سفر تللي دي، هغوي د دې اونۍ تر وروستیو پورې راځي، نو موږ به لوموړی ناسته ولرو او بیا به خلکو ته اعلان وکړو، چې هر څوک غواړي ګډون وکړي، فورمې ورکول کیږي، په ډیره اسانه توګه.
هیله لرم، چې ډیری خلک ګډون وکړي او موږ وکولای شو، چي 15 کسان له ښو تجربو سره ولسمشر ته ور وپیژنو.”
ښاغلي قاضي ونه ویل چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د غړو ټاکلو ته به په شرایطو کې څه نرموالی راولي .
خو پخوا تر دې، دغي کمیټې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړو په غوره کولو کې سربیره پر مسلکیتوب او تجربې، قومي ترکیب او د ښځو ونډه هم په پام کې نیولې وه.
د افغانستان د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون او د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د کمیسیون رییسان، د سترې محکمې سرپرست او د مدني ټولنې یو استازی ددې شپږ کسیزې کمیټې غړي دي.
ښاغلي قاضي وویل چې مدنې ټولنه تراوسه هم نه ده توانیدلې چې د خپل منځي اختلافاتو له امله دې کمیټې ته خپل یو استازي وټاکي.
ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لپاره هم نهه کسان له هغه اویشت کسیز لست څخه ټاکلي و چې همدې کمیټې ورته وړاندې کړی و.
خو فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ، بیا د انتخاباتي شکایتونو اورېدلو د کمېسیون لپاره د غړو د غوره کولو په اړه اندېښنه لري.
ددې موسسې اجرايوي رئیس جانداد سپین غر ازادۍ راډیو ته وویل چې ددې کسانو په ټاکلو کې باید ډير پام وشي:
“د شکایتونو اورېدلو کمېسیون ډیر مهم دی، که په انتخاباتو کي کومه ستونزه پیدا کیږي، نو باید داسي یوه اداره وي، چي خلک ورباندي باور وکولای شي.
نو لازمه ده، چې د دې کمېسیون د غړو په غوره کولو کې مسلکیتوب او بې پلوي باید دوه معیاره په پام کې ونیول شي، له بده مرغه تیر ځل دوي خپل مسئولیت په ډیر خراب ډول ادا کړی، نه یې معیارونه په پام کې ونیول او نه یې وخت ورکړ، نو که بیا هم پر هغه لاره ځي تاریخي مسئولیت یې د دوي په غاړه دی.”
همدارنګه ښاغلی سپین غر د غوراوي کمېټې او د افغانستان له عدلیې وزارت څخه غواړي، چي د مدني ټولني د غړو له منځه یو مسلکي کس د غوراوي کمېټې ته د غړي په توګه وټاکي.
د مدني ټولنې د سازمانونو ترمنځ د اختلافاتو له امله تراوسه د دوی استازی د غواړي کمیټې ته نه دی ټاکل شوی.
ځینې کتوونکي د غوراوي په کمېټه کي د مدني ټولني د استازي موجودیت مهم بولي، ځکه د دوی په خبره چې د کسانو په ټاکلو کې باید مدني ټولنه هم رول ولري.
معصوم میوند- کابل