د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

"امریکا ونشو کړای طالبان له سیاسي ونډې اخیستنې محروم کړي"


فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې په افغانستان کي د سولې د عملیې د څرنګوالې او په جګړو او د سولې په معاملو کي د امریکا د متحده ایالاتو د کړنو تاریخ ته کتنه کړي او په یوې برخې کې یې لیکي:

د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره د سولې خبرې هغه وخت په ټپه ودریدې چې؛ طالبانو په دوحه کې په ساسي دفتر د اسلامي امارت لوحه ولګوله او سپین بیرغ یې ورباندې وځړاوه.

طالبانو په دې کار سره ځانونه په بهر کې د یوه جلا وطن حکومت په توګه مطرح کړل او جمهور رییس حامد کرزي د دغه عمل په غبرګون کې له امریکا سره د اوږدې مودې ستراتیژیکي امنیتي تړون پر سر خبرې هم بندې کړي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي، د قطر د سولې د خبرو غلط پیل د یوه سوله ییز حل د مړیني اشاره ورکړه. دا په داسې حال کې ده چې، متحده ایالات ځان اخوا دېخوا کوي چې؛ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي او کنه.

د خپرونې په بارو، دا به ډيره عاقلانه وي چې؛ له ۱۹۵۱ څخه تر ۱۹۵۳ کلونو ترمنځ د کوریا په اړه د چین له کمونیست رژیم سره د سولې د خبرو او دغه رازله ۱۹۶۸ څخه تر ۱۹۷۵ کاله پورې د ویتنام پر سر د شمالي ویتنام له کمونیستو مشرانو سره د امریکا د سولې خبرو تاریخ ته پام واړول وشي.

فارین پالیسي لیکي، په دغو دواړو مسالو کې د "ګیډون روز" د کتاب (جګړه څنګه ختمه شوه) په استناد د امریکا حکومت هغه مهال له دښمنو ډلو سره ځکه خبرو ته کیناست چې نه یې شو کولای او یا یې نه غوښتل چې؛ له پوځي لارې د دښمن د ماتولو لپاره زیاته قرباني ورکړي او تاوانونه ومني. نتیجه دا شوه چې، امریکا دا ډلې د هغوی سابقې ته له کتنې پرته په سیاسي لحاظ ومنلې.

خپرونه زیاتوي، په کوریا کې له یوه کال جنګ وروسته څرګنده شوه چې؛ متحده ایالات نه شي کولای چینایان له شمالي کوریا څخه وباسي؛ نو منلو ته یې مجبور شول.

فارین پالیسي لیکي، د امریکا د پوځ د وخت د لویو درستیزانو د کمیټې مشر جنرال "عمر براډلي" په ۱۹۵۱ کال کې کانکرس ته ویلي وو؛ "کوریا غلطه جګړه وه، په غلط ځای، غلط وخت کې او له غلط دښمن سره وه." له همدې امله متحده ایالاتو د جګړې د ختمولو لپاره له چینایانو او د هغوی د شمالي کوریا له متحدانو سره خبرې پیل کړي او د ۱۹۵۱ کال په اوړي کې یې دا جګړه ختمه کړه.

فارین پالیسي زیاتوي، په ویتنام کې هم په ۱۹۶۸ کال د یوې لسیزې سترو تهاجمې حملو او بمباریو وروسته معلومه شوه چې؛ پنځه لکه امریکایي ځواکونه نه شي کولای چې؛ د شمالي ویتنامیانو اراده ماته کړي او جکړه په ټپه ودرېده.

د امریکا د وخت جمهور رییس جګړه ختمه اعلان کړه او د شمالي ویتنام کمونستانو له موقع څخه په ګټې اخیستنې؛ د کمونستانو تر واک لاندې یو متحد ویتنام اعلان کړ.

فارین پالیسي د افغانستان په اړه د تحلیل په یوې برخې کې لیکي:

په افغانستان کې له ۱۲ کالو جګړو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ونشو کړای طالبان له منځه یوسي او یا هم د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې یې له ونډې اخیستنې محروم کړي. خو له طالبانو سره خبرې دا معنی نه لري چې؛ متحده ایالاتو په خپل تير تاریخ او یا راتلونکو کړنو سترګې پټې کړي دي.

انګلستان چاپ ګارډین او ځینو نورو ورځپاڼو په افغانستان کې د وسله والو له خوا د پارلمان د ښځینه وکیلې فریبا احمدي کاکړ د تښتولو د مسالې په اړه مضمونونه لیکلي.

ګارډین په یوه مضمون کې لیکي؛ په افغانستان کې تښتونې یوه ستره ستونزه ده او په زیاتو مواردو کې پيژندل شوي کسان او یا هم د شتمنو خلکو اولادونه او خپلوان د جنایت کارو ډلو له خوا تښتول کیږي. دا ډلې د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه کوي او یا یې په نورو جنایت کارو ډلو پلوري. په ډیرو مواردو کې په خپله طالبان او د هغوی متحدان دا کار کوي.
XS
SM
MD
LG