د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

طبیعي زېرمې او د افغانستان راتلونکي ته هيلې


د امريکن په نوم مجلې په خپلې تازه ګڼې کې د افغانستان تر مځکې لاندې شتمنيو په اړه يو مطلب خپور کړي دي. په دې مقالې کې لولو، د افغانستان د طبعي سرچينو په اړه وروستۍ نقشې د دغه جګړې ځپلي هېواد د سولې او هوسايۍ لپاره هيلې پيدا کړې دي.

د امريکن مجلې په وينا، د امريکا د جيالوجي د ادارو سروې اټکل کوي چې؛ د افغانستان طبعي زيرمې زر مليارډه ډالرو ته رسيږي. د امريکا دفاع وزارت هم يوه سروې کړې او ويلي يې دي چې؛ افغانستان ليتيوم ډير لري. دغه ماده چې په نړۍ کې ډېره نه مونديږي؛ په تخنيکي برخو کې ډېر کار ترې اخيستل کيږي.

دغه خپرونه زياتوي چې؛ دا لومړي ځل نه دی چې؛ د افغانستان د زيرمو په اړه څيړنه کيږي، پخواني شوروي اتحاد هم په دې برخه کې يو لړ سروې ګانې کړې وې؛ خو دا اول وار دی چې، د افغانستان د طبیعي زيرمو په برخه کې دقيقې شميرې څرګندې شوې دي.

د امريکن مجله بيا ليکي، ايساف وروسته له يوې لسيزې جګړې له افغانستانه وځي او جګړه هم لا نه ده ختمه شوې؛ خو د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم د افغانستان شرايط داسې نه وي چې؛ تر دوه زره لومړي کال به خراب وي.

د مجلې په وينا، په افغانستان کې مس، لاجورد، وسپنه، سلفات، سرب، نقره، زنک او يو شمېر نورې طبعي زيرمې يو اعشاريه څلور ميليونه مټريک ټنه ته رسيږي، چې دا زيرمې د دغه هيواد راتلونکې ته ډيرې هيلې پيدا کوي.

بل لور ته د بريتانيا د چاتم هاوس د څيړنيز مرکز خپرونې بيا د افغانستان د اقتصاد په برخه کې د نوي ډيلي او کابل اړيکو ته اشاره کړې او ليکي، چې دا روابط ډير مثبت ياد شوي.

هند له دوه زره لومړي کال راپه دې خوا له افغانستان سره تر دوه ميليارډه ډالر ډيره مرسته کړې او د سوداګرۍ له پراختيا سره ښکاره خبره ده چې؛ د هند او پاکستان تر منځ هم اعتماد پياوړي کيږي؛ ځکه چې سوداګري به د پاکستان له لارې کيږي.

د چاتم هاوس څيړنيز مرکز په خپرونه کې بل لور ته دا خبره هم شوې ده چې؛ هند د افغانستان د امنيت په ټينګيدو کې د دې لپاره مرسته کوي چې؛ دغه هيواد د پاکستان له ويرونکي سيوری راووځي. د خپرونې په باور په افغانستان کې بدلونونه د پاکستان پر سرحدونو خپل اغيز شيندي او بيا هند هم له دغه تاثيره نه بې برخې کيږي.

خپرونې د هند او افغانستان اړيکو ته له تاريخي او کلتوري نظره هم کتلي او څرګندوي، چې له دې درکه هم دغه دواړه هيوادونه سره نژدې دي او د هند د فرهنګي اړيکو موسسې تر اوسه خپل ډير بورسونه افغان محصلانو ته ورکړې دي.

د چاتم هاوس د څيړنيز مرکز د خپرونې په باور په وروستيو څو پيړيو کې په ځانګړې ډول د افغان او انګليس د جګړو په وخت او د شوروي د تيري پر مهال د هند او افغانستان تر منځ يو ډول سيالۍ وې؛ خو هند وړاندې ګام اخيستي او له افغانستان سره خپلې اړيکي د شپاړسمې او نولسمې پيړۍ زيږنده بولې؛ د هغه مهال چې د مغولو امپراطوري پر هند واکمنه وه او د ننني افغانستان يوه برخه يې هم تر واک لاندې وه.
XS
SM
MD
LG