په بغداد کې وروستيو بمي چاودنو ١٤ کسان ووژل
په عراق کې نن پنج شنبې لږ تر لږه پنځو بمي چاودنو ١٤ کسان وژلي دي. په پېښه کې تر ٨٠ زيات نور کسان ټپيان شوي هم دي. د عراق پوليس وايي يو بريد د هراق د بهرنيو چارو وزارت ته نژدې شوى دى. د ٢٠١١م کال له پاى راهيسې چې په عراق څخه د امريکا پوځيان وتلي په دې هېواد کې ناامني ډېره شوې ده. د رويټرز اژانس ويډيو دلته کتلاى شئ