د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

له عطامحمدنوره د حامد کرزي غوښتنې


وال ستريت جورنال:

وال ستريت جورنال ورځپاڼه په خپله تازه ګڼه کې ليکي، حامد کرزي په راتلونکو انتخاباتو کې د داسې چا ملاتړ کوي چې اسامه بن لادن يې افغانستان ته راوستی و.

ورځپاڼه څرګندوي، چې تيره اونۍ په کابل کې ولسمشر کرزي هڅه وکړه چې؛ د بلخ والي عطاء محمد نور د يوې غونډې پر مهال دې ته وهڅوي چې د عبدالرب رسول سياف د ولسمشرۍ د کانديدۍ ملاتړ وکړي.

وال ستريت جورنال ورځپاڼې دا خبره د هغو کسانو په وينا کړې ده چې؛ له دغې غونډې خبروو. دغو کسانو ويلي دي چې عطا محمد نور ولسمشر کرزي ته څه ونه ويل.

په دې غونډه کې په خپله سياف، د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال فهيم او اسماعيل خان هم برخه لرله.

د وال ستريت جورنال په وينا ښاغلي سياف مرکې ته نه چمتو کيږي چې؛ په دې اړه يې څه ويلي وای، خو د عطا محمد نور وياند دا خبره تاييد کړه چې هغه په کابل کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه له حامد کرزي سره خبرې کړې دي.

ټاکل شوې ده چې؛ د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي کال په اپريل مياشت کې ترسره شي.

فارين پاليسي:

د لويديځ يوې بلې چاپي خپرونې فارين پاليسي بيا تر انتخاباتو مخکې د يوې پريکړې د کيدو خبره کړې.

دغه خپرونه ليکي، اوس هغه وخت را رسيدلی دي چې؛ دا معلومه شي، چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته څومره امريکايي سلاکاران او روزونکي په افغانستان کې پاتيږي.

فارين پاليسي ليکي، هغه پنځوس هېوادونه چې نن سبا په افغانستان کې پوځيان لري هغوي په ټوليز ډول دا منلې ده چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته به هم خپل ماموريت ته په يو ډول دوام ورکوي، خو په دې برخه کې يې جزييات نه دې خپاره کړي. خو څه چې بحث پرې روان دي هغه دا دي چې څومره بهرني پوځيان به په افغانستان کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته پاتې شي .

د فارين پاليسي په وينا تر اوسه پر بيلابيلو نظرياتو بحث شوي دي، چې په هغو کې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو مساله څيړل شوې او تر شل زره د ډيرو پوځيانو د پاتيدو پر مسالې هم خبرې شوې دي.

د خپرونې په باور د اوس لپاره په افغانستان کې د امريکا او ناټو قوماندانان د جګړې موسم ته انتظار کوي، نو ښايي د مني تر وروستيو به په دې برخه کې پريکړه ونه شي.

فايننشل ټايمز :

د لويديځ يوه بله ورځپاڼه فايننشل ټايمز بيا تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د طالبانو پر وضعيت يوه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې په پيل کې لولو، اکثر په دې باور دي چې له افغانستانه به د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره د طالبانو شخړې او جګړې زياتې شي، خو دغه ورځپاڼه څرګندوي، چې احتمالا به داسې ونه شي.

فايننشل ټايمز د خپلې دې ادعاء لپاره يو شمېر دلايل راوړي دي چې؛ په هغو کې يو دا دی چې اوس طالبان د بهرنيو ځواکونو د لوژيستيکو کاروانونو له تيريدو پيسې اخلي او تر دوه زره څوارلسم کال وروسته به دغه چينې پر دوي بندې شي.
XS
SM
MD
LG