د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

په مصر کې لسګونه مظاهره کوونکي ووژل شول


په مصر کې لسګونه مظاهره کوونکي ووژل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:51 0:00

د مصر امنیتي ځواکونه په مرکز قاهره کې د اعتراض کوونکو د دوو کمپونو پر ضد لاس په کار شوې دي. رپوټونه وایي، د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پر ملاتړیو پولیسو اوښکي بهونکی ګاز شیندلی او زغروال ګاډي هم نن سهار د ربیع العدویه جومات او نهضه میدان لور ته ورغلل، څو دغه اعتراضي کمپونه پاک کړي. عیني شاهدان وایي، چې لږ تر لږه پنځلس تنه د پوځیانو د عملیاتو پر مهال وژل شوې دي. د محمد مرسي ملاتړیو اخوان المسلمین ډلې بیا ویلې دي چې د دوی تر دیرشو ډیر کسان وژل شوې دي. د مصر د کورنیو چارو وزارت دا خبره نه تاییدوي، چې یو شمېر اعتراض کوونکي وژل شوې دي. دولتي تلویزیون سنا بیا دعملیاتو پر مهال د دو پوځیانو د وژلو خبر ورکړ. له تیرو شپږو اونیو راهیسې اعتراض کوونکي په دغو ځایونو کې راغونډ شوي دي. د مرسي ملاتړي غواړي چې هغه ته باید بیرته جمهوري ریاست وسپارل شي. وروسته تر دې چې په ډیموکراتیک ډول منتخب ولسمشر محمد مرسي د جولای په دریمه پوځیانو له واکه لرې کړ، د شخړو پر مهال لږ تر لږه دوه نیم سوه کسان وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG