د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

خوست: سیلاوونو او سختې ږلۍ بیا مالي او ځاني زیانونه واړول





نجیب الله الوخېل

په خوست کې سیلاوونو او ږلۍ یو ځل بیا خلکو ته مالي او ځاني زیاونونه اړولي دي، د یکشنبې ورځې په سیلاوونو کې د خوست درې ښځې او یو نارینه وژل شوي، او د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې د دریو مړو جسدونه موندل شوي، چې تر اوسه يې پیژند ګلوي نه ده شوې، بلخوا د تڼیو په ولسوالۍ کې تیزې ګلۍ نږدې ټول فصلونه سخت زیانمن کړي دي.

پرون ماښام د خوست په مرکز او اړوندو سیمو کې سختو بارانونو او ګلۍ یو ځل بیا د خوست په مرکز او اطرافو کې مالي زیانونه رامنځته کړل.

د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پرونیو بارانونو او سیلاوونو له کبله په خوست کې درې میرمنې او یو نارینه وژل شوي او د دریو تنو مړو جسدونه موندل شوي، چې تر اوسه يې پیژندګلوي نه ده شوې، همدرانګه دوه تنه ټپیان شوي او ږلیو زیات فصلونه هم له منځه وړي دي:

((په خواشینۍ سره به ووایو، چې بیا هم بیګاه شپه د خوست ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د بارانونو او تېزو سیلاوونو له کبله خلکو ته سخت زیانونه اوښتي دي، چې له دې جملې څخه د متون په ابش خېلو سیمه کې درې تنه میرمنې اوبو وړي دي، چې البته دوی په سراچه ډوله موټر کې د یوې فاتحې مراسمو ته روانې وې، چې سراچه موټر يې هم زیانمن شوی دی.

په همدې ترتیب د شمل دومنده ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم یو تن ځوان اوبو وړی او په شهادت رسیدلی دی، همدارنګه د پکتیا ولایت د وزي ځدراڼو ولسوالۍ د لکې تېږې له سیمې څخه د درې نفرو جسدونه اوبو راوړي، چې تر اوسه نه ده مالومه شوې، چې ایا هغوی د پکتیا مربوط دي که هغوی هم د خوست مربوط ګڼل کیږي، تر اوسه موږ ته د رسیدلو مالوماتو له مخې دوه تنه ټپیان شوي دي.))

د مبارز محمد ځدراڼ په وینا تېره ورځ د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې تنده ګلۍ شوې، چې نږدې ټول فصلونه يې سخت زیانمن کړي دي، نوموړی د خوست-ګردیز سړک د یوې برخې د زیانمنیدو خبره کوي او وايي، چې نوموړ سړک د لنډ وخت له پاره د موټرو پر مخ تړلی، چې د خلاصولو له پاره يې د فواید عامې وسایل او وسایط سیمې ته رسیدلي دي:

((د تڼیو په ولسوالۍ کې سخته ګلۍ وریدلې ده ،چې فصلونو او څارویو ته یې سخت زیان اړولی دی، همدارنګه د خوست-ګردیز سړک د دومنده ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوازې څو متره لویدلی دی، چې د تګ راتګ لاره يې په بشپړ ډول تړلې ده، هغه ځای ته هم د ولایتي ادارې په لارښودنه فواید عامې رئیس او د اړوندې ولسوالۍ ولسوال تللي دي، چې د خپلو وسایلو څخه په استفادې لاره په بیړه د ټرافیکو پر مخ پرانیزي، ولې بیا هم موږ په دې هڅه کې یو چې د ټولو ولسوالیو او سیمو څخه په بیړه مالومات راغونډ کړو، تر څو مالومه کړو چې په نورو برخو کې هم موږ مالي او ځاني زیان لرو، که همدومره دي، دا راپور کیدای شي یو څه وروسته بدلون ومومي، ځکه په اکثرو سیمو کې تلیفوني شبکې او موبایل هم سم کار نه کوي، مالومه نه ده چې نهايي راپور به همدا وي او که په تلفاتو کې به زیاتوالۍ راشي.))

همدارنګه د جمال حکیم په نوم د شمل د شډل کلي اوسیدونکی وايي، چې د کور نږدې ځمکې يې سیلاوونو لاندې کړي او که چیرې د ولایت مسوولې ادارې ورته پام ونه کړي، ممکن راتلونکي سیلاوونه يې کلی لاندې کړي، چې زیان به يې بیا په مالي او ځاني لحاظ دردونکي وي.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د تېرو سیلاوونو له کبله یې د مړي له هرې کورنۍ سره د پنځوس زره افغانیو او ټپیانو سره د پنځه ویشت زره افغانیو همدارنګه د یو شمیر خوراکي توکو او پوښاک وسایلو مرسته کړې وه، چې په ورته توګه به له کره سروې وروسته د پرونیو سیلاوونو او ږلیو زیانمنو سره هم مرسته وشي.

د یادونې وړ ده خوست د اقلیم له نظره موسمي بارانونه او توفانونه لري، چې له کبله يې خوړونه او سیلاوونه راوځي او هر کال درانه مالي او ځاني زیانونه رامنځته کوي.
XS
SM
MD
LG