د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

هندوستان دې په افغانستان کې د خپلو ګټو د دفاع لپاره چټک فکر وکړي


ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د هندوستان د ګټو او رول په اړه یوه مقاله خپره کړې ده او په پیل کې یې وايي، په جلال اباد ښار کې د تیره اونۍ چاودنه د هندوستان پالیسي جوړونکو ته یو خبرداری دی چې؛ په نړېوالو اړیکو کې مفتې ډوډۍ نه شته.

ورځپاڼه له دې سره یو ځای په لیبیا، عراق او پاکستان کې له زندانونو څخه د سلګونو جهادي وسلوالو د تېښتې او له پاکستان سره د امریکا د پوځي مرستې پر بیا پیلیدو د غور خبرونو ته په اشارې وايي، هندوستان ته پکار دي چې؛ په افغانستان کې د خپلو ګټو د دفاع لپاره چټک فکر وکړي.

د ایکانومیک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، دا مهال د هندوستان په مخکې پراته انتخابونه ډیر ښه نه دي.

ورځپاڼه نوې ډیلي ته د سپارښتنو په دود وايي، لومړنی او ډیر ستونزمن ګام چې هر هغه چاته چې افغانستان ته ځي مهم دی، هغه پردې پوهیدل چې دوي به په دغه هېواد کې لږ تر لږه د شلو کلونو لپاره پاتې کیږي.

د ورځپاڼې په وینا په دویم ګام کې د دې درک مهم دی چې هرڅوک متحدینو ته اړتیا لري. د ورځپاڼې په باور هندوستان یو مهال د طالبانو پر ضد ایران خپل متحد باله او اوس روسیه او د امریکا متحده ایالت ځینې دې ته ورته اهداف لري.

ورځپاڼه وايي، درییم ګام چې په ماضي کې د هندوستان لپاره ناممکنه ثابت شوی دا دی چې په دې اړه روښانه لید لورې وټاکي چې له دې هېوادونو څخه له کوم یو سره موقت ایتلاف جوړولی شي.

ټیلګراف ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د ښځو د حقونو په برخه کې شوې پرمختګونو ته پر پېښو خطرونو یوه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې، د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ استازې نورزیې اتمر یادونه کوې چې؛ دا مهال د ښځو لپاره د امن په یو کور کې اوسیږي.

د ټیلګراف په وینا نورزیه اتمر یوه ځوانه فعاله او د دې هېواد د ولسي جرګې له لومړنیو ښځینه غړیو څخه وه چې؛ د خپلو همکارانو سره یې نړۍ ته سفرونه وکړل څو نړۍ ته څرګنده کړي چې په افغانستان کې بدلونونه رامنځ ته کیږي.

خو د ورځپاڼې په وینا دا درې کاله مخکې و. اوس نورزیه اتمر د ښځو د امن په یو کور کې اوسیږي او د کورني تاوتریخوالي قرباني ده.

ورځپاڼه نورزیه اتمر د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه د بیرته شاتګ یوه نښه ګڼي.
XS
SM
MD
LG