د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

د چين او روسيې اړيکو پرمختګ کړى


چین او روسیه په خپلو کې څلور زره او درې سوه کیلومتره ګډ سرحد لري خو د مسکو او پیکنګ ترمنځ روابط تل د بې اعتمادۍ ښکار وو .

کارپوهان وايي چې په وروستیو څو میاشتو کې ددواړو هیوادونو ترمنځ پرمختګونه څرګندوي چې د بې باورۍ له امله پخوانی واټن د کمیدو په حال کې دی.

د روان میلادي کال د جون په میاشت کې پیکنګ او مسکو د تیلو یوه تاریخي معامله وکړه او تر هغه یوه میاشت وروسته یې پراخ ګډ پوځي تمرینونه وکړل چې دواړه د چین او مسکو ترمنځ د اړیکو د ګرمیدو عمده نښې دي.

څارونکي باور لري چې د امریکا د قدرت په وړاندې د توازن د رامنځ ته کولو لپاره د دواړو د علاقمندۍ په ګډون د چین او روسیې ګډې اقتصادی او سیاسي ګټې دواړه هیوادونه سره نږدې کوي.
د چین ولسمشر (شي جي پینګ) سږکال تر ټاکل کیدو یوه اونۍ وروسته مسکو ته ولاړ او ولسمشر ولادیمیر پوتین چې په دوامدار ډول یې له غربي هیوادونو د خپل هیواد د ګوښې کولو هڅې کړې، ګڼ شمیر دوه اړخیز ې موافقې ورسره لاسلیک کړې.

ولادیمیر پوتین چې په ۲۰۱۲ (میلادي) کال کې د روسیې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د چین د ولسمشر سره تر کتلو وروسته وویل چې د دواړو هیوادو د اړیکو تر ټولو ښه وخت را رسیدلی دی.

یو شمیر څیړونکي وايي چې د روسیې ولسمشر له چین سره چې اقتصاد یې په چټکۍ د ودې او په نړیوال قدرت د بدلیدو په حالکې دی، د خپلو اړیکو له پراختیا خوند اخلي.

خو د چین او روسیې د اړیکو د څارونکو لپاره تر ټولو لویه خبره د جون په میاشت کې د دواړو ترمنځ د دوه سوه اویا ملیاردو ډالرو په ارزښت د تیلو موافقه وه چې چین ته یې د روسیې د تیلو صادرات دوه برابره زیات کړل.

د چین او روسیې ترمنځ د تیلو پر نرخ اختلافاتو پخوا د داسې سترو موافقو مخنیوی کړی وو خو ویل کیږي چې دا وروستۍ ستره موافقه د تیلو د نړیوال تجارت په تاریخ کې ساری نه لري.

په مسکو کې د لوړو اقتصادي زده کړو په پوهنتون کې د اسیا د چارو د مطالعې د څانګې مشر الکسي ماسلوف د تیلو د صادارتو د وروستۍ موافقې تر ټولو عمده اړخ دا وو چې پراساس يې په دې برخه کې پخواني خنډونه له منځه ولاړل.

السکي ماسلوف:

فکر کوم چې تر ټولو مهمه خبره ښايي دا نه وي چې له روسنفت(Rusneft) سره نوې موافقه شوې بلکه تر هرڅه د تیلو نرخ مهم دی چې د نړیوال نرخ په تناسب ډير ټيټ دی. په دې توګه مسکو هڅه کوي چې پیکنګ د ښه ملګري او مناسب شریک په توګه له ځان سره وساتي. روسیه تیاره ده چې د نوي ملګري د ترلاسه کولو لپاره تر یوڅه اقتصادي ګټو تیره شي“

د کارپوهانو په باور د روسیې حکومت پوهیږي چې اروپايي هیوادونه په دوامدار ډول هڅه کوي چې د دوي پر تیلو او ګاز اتکا کمه کړي او په امریکا کې هم د انرژۍ د زیاتې ودې اټکل کیږي نو له پيکنګ سره د اړیکوپراختیا تر هرڅه زیات اهمیت پیدا کړی دی.

په عین حالکې کارپوهان دا هم وايي چې پيکنګ به د نورو ډیرو لسیزو لپاره د روسیې د تیلو تږی وي.
XS
SM
MD
LG