د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۷

"له یوې جګړې څخه د وتلو خرابه لار"


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د حالاتو په اړه ضمونونه او مقالې خپرې کړې. انګلستان چاپ فایننشل ټایمز ورځپاڼې؛ "له یوې جګړې څخه د وتلو خرابه لار" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یې لیکي:

که څه هم چې په افغانستان کې د لویدیځوالو د ستراتیژیکي، تاکتیکي، سیاسي او پوځي اشتباه ګانو لست ډېر اوږد دی؛ دا یوه خبره په کې بیخي څرګنده ده او هغه دا چې لویدیځ له یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې په جګړو کې ښکیل دی، د جګړې لګښت له یو تریلیون ډالرو څخه زیات شوی او په دې جګړې کې په زرونو عسکر او ملکیان مړه او ټپیان شوي دي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان جګړه یو وخت د ناټو د موجودیت لپاره یو آزمیښت بلل کېده؛ خو دا مهال د امریکا متحده ایالات او متحدان یې د وتلو لپاره عجله کوي.

د ورځپاڼې په باور، ممکن دوی له وتلو پرته بله چاره یا انتخاب ونه لري. خو لیکي چې، مهرباني دې وکړي نه په دې ډول. ورځپاڼه زیاتوي، موږ په داسې عصر کې ژوند کوو چې؛ د پام ساحه مو لنډه ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د لویدځوالو جګړه له دې وروسته د خواشینونکو خبرو پرته نور څه نه دي. سیاست وال، جنرالان، ډپلوماټان او زیات شمېر خبري رسنۍ ټول په یوې پټې دسیې کې یو ځای شوي او وایي، کوم شی چې له نظره لیرې شي، له زړونو هم لرې کیږي.

ورځپاڼه لیکي، دا داستان یا سناریو ښیي چې؛ ګویا آيساف په راتلونکي کال له افغانستان نه له وتلو و روسته به په دې هېواد کې یو غښتلی او با ثباته حکومت شاته پریږدي او ملي پوځ به یې امنیت ساتي.

د ورځپاڼې په باور، تاریخ به په رسمي ډول وښیي چې؛ د افغانستان ماموریت د عراق له ماموریت څخه چې جورج ډبلیو بوش یې د بري اعلان کړی و، توپیر لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د خاص پلټونکي جان سپکو د دفتر د فعالیتونو په اړه یو مضمون خپور کړی او لیکي، سپکو د افغانستان د بیارغونې په پروژو او قراردادونو کې د بې ځایه لګښتونو او فساد په اړه تحقیقات کوي او هر څه په ډاګه کوي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، که پلټونکی په خپل دې کار سره هغه جنرالان او ډپلوماټان چې د افغانستان د جګړې چارې پر مخ وړي؛ ناراحته کوي، ښه کار دی او د ستونزو د رابرسیره کولو په کار کې باید پټه خوله پاته نشي.
XS
SM
MD
LG