د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

په کوټه کې د اختر په سهار لس تنه وژل شوي


نن سهار په کوټه کې وسلوالو پر هغو کسانو ډزې کړې چې د اختر له لمانځه خپلو کورونو ته تلل. په ډزو کې نهه تنه وژل شوي او شاوخوا پينځلس تنه ټپيان شوي دي.


د کوټې ښار په ختيځه برخه کې په «غوث اباد» نومي ځاى کې خلک د اختر په سهار يوه لوى جامع جومات فاروقيه مسجد ته- چې تبليغي مرکز هم دى- د اختر د لمانځه لپاره ورغلي وو، چې ناببره څو تنو وسلوالو ورباندې ډزې پيل کړې او په پرله پسې ډزو کې يې تر شلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله ور واړوله.

پوليس وايي د بلوچستان د تېر حکومت ايالتي وزير علي مدد جتک هم په همدې جومات کې لمونځ کاوه او همهغه د بريد هدف وو، خو وايي هغه روغ رمټ دى او کوم زيان ورته نه دى رسېدلى.

په ډزو ټپي شوي کسان سمدستي د ښار ملکي روغتون ته راوړل شول، خو هلته د بيړنيو طبي اسانتياوو د نشتوالي له امله ټپيان د ښار نظامي روغتون ته انتقال کړاى شول، چې تر اوسه پکې د نهو تنو د مړينې خبر ورکړل شوى او شاوخوا پينځلس تنه ټپيان دي. د روغتون سرچينې په ټپيانو کې د دوو نورو کسانو حالت هم مرګونى بولي.

وسلوال تر ډزو وروسته د پېښې له ځايه تښتېدلي او دا مهال پوليسو او ملېشه سرتېرو د پېښې ځاى محاصره کړې او په شاوخوا سيمو کې يې په وسلوالو پسې پلټنه پيل کړې ده، چې د پوليسو په وينا څلور تنه يې له وسلو سره نيولي دي.

د ښار په اکثرو عيدګاه جوماتونو کې د اختر د لمانځه لپاره امنيت نيول شوى، خو په کوټه کې د پوليسو پر قرارګاه باندې د پروني ځانوژونکي بريد له امله د امنيتي ادارو نظم ډاډمن نه مالومېږي. دغه سيمه هم د ښار په يوه څنډه کې ده او دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د اختر لمانځه ته لا هم يو ساعت وخت پاته وو او د عيني شاهدينو په وينا پوليس او ملېشه سرتېري د امنيت لپاره نه وو ورغلي.

د دې بريد مسووليت سمدستي کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو پوليس وايي د لومړنيو پلټنو له مخې د بريد انګېزه قبايلي جګړه مالومېږي.

تر دې پېښه وروسته د ښار جنوب لور ته د سرياب سيمې په «بړو» کې هم نامالومو وسلوالو يو پوليس په ډزو وژلى او يو بل تن يې ټپي کړى دى. نن په پاکستان کې د اختر لومړۍ ورځ ده، خو په کوټه کې وسلوالو په شنه سهار لا ډېرې کورنۍ د اختر د خوشاليو د لمانځلو پر ځاى په ماتم او ناورين اخته کړې.

راپور: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG