د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۵۶

افغان چارواکي د طالبانو په مخالفت پښېمانه دي


کابل چاپ ورځپاڼو په افغانستان کې د سولې د پرمختګونو او اندېښنو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ملي باور خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي افغان چارواکي د طالبانو په مخالفت پښېمانه دي.

د مطلب لیکوال پوښتنه کړې دا سیاست د دسیسو که د تېروتنو ښکار دی؟

یادې ورځپاڼې د سولې عالي شورا د یوه چارواکي له خولې چې نوم یې ندی ذکر شوی لیکلي د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له دفتر سره په دومره ټینګ دریځ مخالفت یوه تېروتنه وه.

په مطلب کې راغلي یوشمېر افغان لوړ پوړي چارواکي هم له دغه نظر سره جوړ نه دي ،چې ګوندې داسې دریځ دې خپل کړل شي.

ویسا ورځپاڼې هم په غټو ټکو لیکلي امریکا او پاکستان هڅه کوي له قطر نه دطالبانو دفتر بل ځای ته ولېږدوي.

یاده ورځپاڼه وړاندې لیکي اسلام آباد او واشنګټن د دوحې دفتر د بهیر بېرته فعالولو ته هیله من دي او اوس له افغان طالبانو سره د سولې دخبرو د بیا پیلولو پر نورو امکاناتو غور کوي.

ویسا د پاکستان اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په نکل لیکلي پاکستاني چارواکي وايي چې له قطر څخه یوه بل ځای ته د طالبانو د دفتر د وړلو په اړه له افغان چارواکو سره هم خبرې شوې دي.

خدمتګار ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي اوس هم تاریخ تکراریږي ،خو بڼه یې بدله ده .

د مطلب دلیکوال د معلوماتو له مخې امریکا بیا هم غواړي د افغانستان پروژه دپاکستان له لارې پرمخ یوسي ،له همدې امله یې پاکستان ته دافغانستان د سولې پروسه وسپارله.

دلیکوال په باور پاکستاني چارواکو په دې وروسیتو کې له هغو ډلو سره خپلې اړیکې ښې کړې،چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې له دې ډلې سره جنګېدلې دي.

دنیا ورځپاڼه لیکي دا چې افغانان تر بل هر لوري بین لاافغاني تفاهم ته ضرورت لري ،نو لازمه ده چې افغان دولت د سولې د عالي شورا له لارې خپلې هڅې جاري وساتي.

د مطلب لیکوال سپارښتنه کوي دغه شورا باید نور له موجود خوبلن حالته را ووځي او په ملي،سیمه ییزه اونړیواله کچه باید دهېوادونو دیني عالمانو ته د دې زمینه برابره کړي چې د راروانو حالاتو په اړه خپل نظر ښکاره کړي او بې تفاوته ونه ووسي.

ملي آرمان ورځپاڼې په امریکا کې میشت د یوه افغان څرګندونې راخیستې چې ویلي دي په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره مو تازه طرحه تر پلان لاندې ده.

ډاکټر وحیدالله وحید چې تازه یې په نیویارک کې دمادرتریا په نامه د سولې لوړه جایزه ګټلې ویلي دي،چې دغه طرحه به ډېر ژر له افغان چارواکو سره شریکه کړي.

چمتوکوونکی:رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG