د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۵۲

"م.م او خیریه موسسې دې له سیلاب ځپلو سره خپلې مرستې زیاتې کړي"


په افغانستان کې له طبیعي افتونو سره د مبارزې د ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس
د افغانستان حکومت د ملګروملتونو پر سازمان او نورو خیره موسسو غږ کړی دی چې؛ په دې هیواد کې له وروستیو سیلاب ځپلو سیمو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

له طبیعي افتونو سره د مبارزې ادارې مسولینو پرون (دوشنبه) ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې اړه د جمهور رییس د مرستیال په مشرۍ په یوه غونډه کې ځانګړې خبرې وشوې.

دا اداره وايي چې، د کابل د سروبي ولسوالۍ په ګډون په بیلا بیلو سیمو کې د سیلابونو له امله تر اویا تنو زیات مړه شوي دي.

په افغانستان کې له طبیعي افتونو سره د مبارزې اداره وايي چې؛ ښايي د هیواد په سیلاب ځپلو سیمو کې لا زیات سیلابونه راشي او له دې امله یې له مصیبت ځپلو کورنیو سره د مرستو د زیاتیدو غوښتنه وکړه.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډيو ته وویل چې؛ تر اوسه یو شمېر سیلاب ځپلو کورنیو ته مرستې استول شوي دي.

"موږ د دفاع وزارت او د داخلې وزارت پرسونل روزلی؛ تر څو د خلکو د ژغورلو لپاره فعالیت وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست پرون (دوشنبه) د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو خیریه ادارو څخه غوښته کړې چې؛ په نهوو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله ځپل شویو کورنیو ته مرستې زیاتې کړي.

مسوولین وايي چې په تیرو څو ورځو کې د کابل په څو ولسوالیو، ننګرهار، لغمان، خوست او کاپيسا ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته ستر مالي تاوانونه هم رسولي دي.

سیاس پرون (دوشنبه) ازادي راډیو ته وویل چې؛ د ملګرو ملتو، د مرستندویه ادارو، خیریه ټولنو او انجو ګانو سره یې خبرې کړې او د مرستې مواد یې را غونډ کړي څو پر مصیبت ځپلو کورنیو وویشل شي.

سیاس بیا هم ټینګار وکړ چې؛ تر ټولو زیات تلفات د کابل په سروبي ولسوالۍ کې وو او له دې امله چې زیات خلک ورک شوي؛ نو د تلفاتو دقیق رقم لا هم نه شي څرګندیدلای.

له طبیعي افتونو سره د مبارزې اداره وايي چې؛ د افغانستان په ناامنواو یا هغو سیمو کې چې د طالبانو نفوذ زیات دی؛ د دوی خیریه پروګرامونو ته تر اوسه خنډ نه دی پيښ شوی.

په زیاتو مصیبت ځپلو سیمو کې خلک د کمکونو د نه ور رسېدو یا کموالي څخه شکایت لري.

د کابل د سروبي ولسوالۍ یوه اوسیدونکی ازادی راډیوه ته وویل چې؛ د دوی سیمې ته مرستې په وخت نه رسیږي او مصیبت ځپلې کورنۍ په بد حالت کې دي.

جمهور رییس حامد کرزي د دوشنبې په ورځ مربوطو ادارو ته وویل چې؛ په بیړني ډول د سیل له امله ځپل شویو سیمو ته کمکونو واستوي.
XS
SM
MD
LG