په کابل کې پر بې وزلو د مرستو ویش
په کابل کې د ځینو خیریه موسسو او د افغان دولت له خوا پر بې وزلو کورنیو د روژې د مبارکې میاشتې په را رسیدو سره د مرستو لړۍ پیل شوې دی. دغه لړۍ د افغانستان د سوداګرې د خونې له خوا ۲۰۰۰کورنیو ته خوراکي توکو ویشل پیل شو، چې دغه د مرستو لړۍ به د څو ورځو لپاره دوام ومومي. دا په داسې حال کې دی چې زیاتره خلک په روژې میاشت کې د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو څخه سر ټکوي.