د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۲۵

بیدار: ملکي تلفات په سلو کې ۱۱فیصده زيات شوي دي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي د روان لمريز کال له پيله د تېر کال د همدې مودې په پرتله ملکي تلفات زيات شوي دي.

دغه کميسيون وايي د دوى د يوه راپور له مخې چې لا بشپړ نه دى، دغه تلفات يوولس فيصده زيات شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما په يوه راپور کې ويلي وو چې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې ملکي تلفات ٢٣ فيصده زيات شوي دي.

د زياتو ملکي تلفاتو مسوول د دولت وسلوالو مخالفان بلل شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون چارواکي وايي، دوى پر يوه راپور کار کوي، چې څرګندوي په افغانستان کې د روان لمريز کال له پيله د تېر کال د همدې مودې په پرتله ملکي تلفات زيات شوي دي.

د دې کميسيون وياند ډاکټر رفيع الله بيدار ازادۍ راډيو ته وويل چې؛ د دوى په راپور کې دغه تلفات ١١ فيصده زياتوالى ښيي.

د ده په خبره دغه راپور يې لا نيمګړى دى او ښايي دغه ارقام زيات شي.

ښاغلى بيدار وايي د دوى په راپور کې د ٣٠ فيصده ملکي تلفاتو مسوول د دولت وسلوالو مخالفان بلل شوي دي. راپور وايي په دغو تلفاتو کې د تېر کال په نسبت د دولت او د دولت او د نړيوالو متحدانو ونډه ٤٢ فيصده کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې مخکې په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما يو راپور خپور کړ چې په هغه کې يې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ملکي تلفات ٢٣فيصده زيات ښوولى و.

د یوناما په راپور کې د ملکي تلفاتو د ډیریدو اصلي علتونه د سړک غاړې ماینونو چاودنې، د افغان او بهرنیو ځواکونو د پوځي عملیاتو زیاتیدل، وسله والې نښتې او د وسله والو مخالفینو له خوا د ملکي دولتي کارکونکو په نښه کول بلل شوي دي.

د ملکي تلفاتو د زياتېدو په اړه دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې په تېرو ورځو کې په څو ولايتونو کې ځان وژونکو بريدونو، بمي چاودنو او نورو پېښو په لسګونو ملکيان ووژل.
XS
SM
MD
LG