د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

"د کابل او واشنګټن اړیکې بحراني نقطې ته نږدې شوي"


فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې: "په افغانستان کې وېره او نفرت" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په سر کې یې لیکي:

د افغانستان او متحده ایالاتو اړیکې په ریښتیا هم خړ پړ او بحراني نقطې ته نږدې شوي دي. جمهور رییس حامد کرزی په هغه ډول چې په دوحه کې طالبانو ته دفتر پرانستل شو؛ په غوسه دی او وایي، تر هغې چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي؛ دی به له متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر خبرې بېرته پیل نه کړي.

د خپرونې په باور، کرزی په دې فکر دی، څومره چې امریکا ده ته اړتیا لري، هومره یې دی هغوی ته نه لري.

فارین پالیسي خپرونه زیاتوي، جمهور رییس بارک اوباما هم خپل ګزار کړی او له افغانستان څخه د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو یا صفر انتخاب مساله یې مطرح کړې ده. په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د کمېدو له امله زیات شمېر افغانان همدا اوس اندیښمن دي چې؛ که نړېواله ټولنه یې په میدان پریږدي؛ د ګاونډیانود سیالیو ښکار به شي.

فارین پالیسي په افغانستان کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په مخکې پرتو ستونزو ته اشاره کړې او لیکلې یې دي، په دې وروستیو کې د انتخاباتو د قوانینو تصویب او توشیح کېدل ښه کار و؛ خو دا اندیښنې یې له منځه نه دي وړي چې؛ جمهور رییس کرزی ممکن انتخابات وځنډوي او یا یې انحصار کړي، تر څو دی په خپله او یا د کورنۍ کوم غړی یې د ۲۰۱۴م کال اپریل میاشتې وروسته په واک کې پاته شي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي، په دې کې هېڅ شک نشته چې په راتلونکو انتخاباتو کې به درغلۍ کیږي؛ خو که چیرې حکومت دقت وکړي او د اساسي قانون له احکامو سره سم د انتخاباتو یو خپلواکه او اغیزناکه عملیه په کار واچوي؛ د نتیجو مشروعیت به یې بیا هم ومنل شي او د قدرت ډموکراټیک انتقال به د کرزي محبوبیت زیات کړي.

خپرونه لیکي، که چېرې انتخابات په قصدي ډول بې لارې شي؛ شخړې به رامنځ ته کړي، د پخلاینې عملیه به ګډه وډه کړي، نړیوال مرستندویان به هم افغانستان ته مرستې بندي کړي او له دې هېواد سره د لوېدیځو هېوادونو د مرستو دوام ته به زیان ورسیږي.

انګلستان چاپ، انډیپنډنټ ورځپاڼې، په ننګرهار ولایت کې د پولیسو په یوې پوستې باندې د ناټو د هوایي بمبارۍ مساله یاده کړې او په یوې برخې کې یې راغلي:

دا پیښه په داسې حال کي شوې چې؛ د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وروسته په دې هېواد کې د امریکایي عسکرو د شمير په اړه خبرې کوي.

ورځپاڼه لیکي، د لوېدیځو هېوادونو د ځواکونو په هوايي بمباریو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د جمهور رییس کرزي او نړیوالو متحدانو تر منځ د لانجې او شخړې اصلی مساله ده او ښاغلي کرزي په تېرو وختونو کې د هوایي ځواک د ملاتړ غوښتنه بنده کړې وه.
XS
SM
MD
LG