د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۳۹

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په جګړه کې سل تنه وژل شوي


د ننګرهار د شيرزادو ولسوالۍ پېښه په درنې مرګ ژوبلې پای ته رسیدلې.

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې په شيرزاد ولسوالۍ کې له تېرو درېيو ورځو راهیسې پيل شوې جګړه د جمعې په ورځ پای ته ورسیده.

د والي ویاند احمد ضياعبدالزی وايي چې؛ په دې وسله واله نښته کې څه باندې اویا تنه وسله وال وژل شوي او څه باندې دوه ویشت تنه امنيتي کسان وژل شوي.

"په دغه نښته کې چې، د شيرزاد ولسوالي د مرکي خېلو په سيمه کې درې ورځې وړاندې د یوه ملک د خلاصون په موخه پیل شوه؛ ۷۶ تنه کورني او بهرني وسله وال وژل شوي او دارنګه په زیات شمېر نور زخميان شوي او دوه تنه یې نیول شوي دي او همدا ډول دوه ویشت تنه زموږ امنيتي کسان وژل شوي."

دا چې دا نښته څنګه رامنځته شوې د سیمې یو تن قومي مخور ملک ګل محمد ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه نښته د یوه قومي مخور پرسر رامنځته شوې.

نوموړی دا کیسه دا ډول کوي:

"د دغې مرکي خېلو سیمو یو تن سپین ږيري له طالب سره بحث کړی؛ بیا دغه سپینږي یو طالب چې وزیرستانی و وژلی یې دی؛ بیا طالبان راپورته شوي وو دغه کور يې محاصره کړی و؛ د دې سپین ږيري زوی هم وژل شوی او کومه ښځه هم په کې وژل شوې، له دې نه وروسته بیا امنيتي ځواکونه سیمې ته راغلل او څو ورځې سرپه سر يې جګړه وکړه."

دی وايي چې، په دې نښته کې دواړو غاړو ته ښه درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او په عمومي ډول له دواړو غاړو نه تر یو نیم سل تنو پورې مرګ ژوبله په کې رامنځته شوې؛ خو کره شمېره ورته اوس هم نه ده معلومه.

ملګ ګل محمد وايي، له کله نه چې، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عملیات پيل شوي؛ زیات شمېر وسله وال د شيرزاد ولسوالۍ ته راوښتي دي او همدا لامل دی چې، وسله والو طالبانو له امنيتي ځواکونو سره په ورځو ورځو د جګړې دوام وکړ.

هاخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوه ورځې وړاندې ازادۍ راډیو ته په ټلیفوني پيغام کې خپلو ملګرو ته اوښتې مرګ ژوبله رد کړې وه او دعوه يې کړې چې، په لسګونو سیمه ييز پولیس او ملي پولیس يې وژلي او د اتلسو په شاوخوا کې يې ژوندي نیولي؛ خو د جګړې د پای ته رسېدو وروسته وسله والو طالبانو د یادې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار
XS
SM
MD
LG