د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۳۵

تیفا: ستونزې ښايي د انتخاباتو برخلیک ته تغییر ورکړي


راپور: خان محمد سیند

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي، د انتخاباتو په مخ کې ځیني موجوده ستونزې ښايي د دغو انتخاباتو برخلیک ته تغییر ورکړي.

د دې بنسټ ريیس وايي، له ناامنیو سربیره انتخاباتو ته ناسالمې سیاسي سیالۍ هم د راتلونکو انتخاباتو په مخ کې مهمه ستونزه ده.

بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو غوښتي، ترڅو د دغو ستونزو د حل لپاره پر حکومت او امنیتي ارګانونو فشار راوړي.

«تیفا» یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنیاد د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د شفافیت په راوستلو او د ستونزو په مخنیوي کې د مدني ټولنې پر فعالې برخې اخیستنې تاکېد کوي.

د دې بنیاد چارواکي وایي، د ناامنیو ترڅنګ، د اندیښنو وړ ځیني نورې ستونزې هم کولای شي چې؛ د انتخاباتو بهیرته زیان ورسوي.

د شفافو انتخاباتو د بنیاد ريیس محمد نعیم ایوب زاده د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو لپاره د اویا څارنونکو د فراغت په غونډه کې وویل، مدني ټولنې د انتخاباتو په ښه ترسره کولو کې د پام وړ رول لوبولی شي:

«د دې انتخاباتو په لار کې ډیرې ستونزې پرتې دي او ممکن د انتخاباتو
برخه لیک واړوي، دا ستونزې ناامنی، ناسالم رقابتونه، د زیاتو ګونډونو ګډون او داسې نور.

موږ د مدني ټولنې په استازیتوب غواړو د انتخاباتو د ښه والي لپاره خپله ونډه ادا کړو.»

د تیفا مسوولین همدا راز ټینګار کوي چې؛ مدني ټولنې باید د انتخاباتو د اهمیت په اړه د خلکو په پوهولو کې هم همکاري وکړي.

دا بنیاد په داسې حال کې د انتخاباتو په مخ کې د بیلابیلو ستونزو یادونه کوي، چې همدرانګه تیره ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نویو غړو د جمهورريیس کرزی په مخ کې د تحلیف مراسم ترسره کړل.

همدارنګه څو ورځې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په ولسوالیو کې هم د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه پیل کړه.

خو د راپورونو له مخې وړمه شپه دکندهارولایت دارغنداب په ولسوالی کې درایوورکولو یو مرکز د نامعلوموکسانولخوا لوتل شوی دی، چې په دغو مرکزونو لومړنۍ حمله بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ څو ورځی مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وویل، امنیتي ارګانونو په خپل امنیتي پلان کې څرګنده کړې ده چې د رایې ورکولود شپږزره اته سوه پنځه څلویښتوټاکل شویومرکزونوله جملې څخه د دوه سوه نهه پنځوس مرکزونو امنیت نشي ساتلای.

دانتخاباتودخپلواک کمیسیون ویاند نورمحمدنورله مدنی ټولنی اوسیاسی ګوندونووغوښتل چې ددې مرکزونو د امنیت د ټینګولو لپاره پر حکومت فشار راوړي:

«دانتخاباتوخپلواک کمیسیون له تاسی مدنی ټولنی او سیاسی ګوندونوغواړی چې پرحکومت اوپه تیره پر امنیتی ارګانونوفشارراوړي ترڅووکړای شی دازمینه برابره کړی چې په دوه سوه نهه پنځوس مرکزونوکې هم خلک رای ورکړی .»

تردې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې افغان ځواکونه د رایې ورکولودټولومرکزونوامنیت ساتلای شي.

دې وزارت همداراز ویلي و، هڅې روانې دي د انتخاباتو ترورځې پورې څلورهغه ولسوالۍ هم له وسلوالومخالفینو تصفیه کړي، چې اوس پکې امنیت ښه نه دی.

ټاکل شوی ده دافغانستان دجمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکې انتخابات د یوزرو دری سوه دري نوی یم لمریزکال د حمل په شپاړسمه ترسره شی .

خوځینې کتوونکي وايي که په هیواد کې امنیتي وضعیت ښه نه شي، ښايي یو ځلې بیا د یوشمیرسیموخلک له رایې ورکولو بې برخې شي.
XS
SM
MD
LG