د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

ممنون حسين د پاکستان نوى ولسشمر وټاکل شو


د پاکستان نوی ولسمشر ممنو حسین
د پاکستان نوی ولسمشر ممنو حسین
د پاکستان دولتي تلويزيون وايي، چې ددغه هېواد د جمهوري رياست په ټاکنو کې د پاکستان د مسلم ليک ن ګوند کانديد ممنون حسين خپل يواځيني سيال وجيه الدين احمد ته ماتې ورکړې.

ممنون حسين د پاکستان په مرکزي ولسي جرګې کې (٢٧٧) رايې ګټلي.

همداراز نوموړي د سند په ايالتي اسامبلۍ کې (٦٤)، د پنجاب په اسامبلۍ کې (٣٠٩)، د خيبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې (٤١) او د بلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې (٥٥) رايې وګټلې.

په توګه نوموړى په ولسي جرګه او ددغه هېواد له څلورو اسامبلو ټولټال (٤٣٣) رايو په اخيستو په څرګند اکثريت د پاکستان ولسمشر وټاکل شو.

د الطاف حسين په مشرۍ متحده قومي غورځنګ ګوند، د افتاب د مولانا فضل الرحمن جمعيت علماى اسلام ، د بلوچستان عوامي نيشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د جمهوري رياست په ټاکنو کې د مسلم ليګ ن کانديد ممنون حسين ته رايې ورکړې.

د ممنون حسين په وړاندې د جهوري رياست لپاره د پاکستان تحريک انصاف ګوند کانديد متقاعد قاضي وجيه الدين احمد ددغه هېواد په مرکزي په ولسي جرګې کې (٣٤) رايې وګټلې.

همدا شان نوموړي د سنده په ايالتي اسامبلۍ کې (٥)، د پنجاب په اسامبلۍ کې (٢٣)، د خيبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې (٦٩) او د بلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې (١) رايه وګټله. په دې توګه نوموړي ټولټال (٧٨) رايې ګټلي.

نوموړي ته د پاکستان جماعت اسلامي او پاکستان عوامي مسلم ليګ ګوند ملاتړ هم ترلاسه و.

د ممنون حسين پېژندنه:

د پاکستان نوى ټاکل شوى ولمسشر ممنون حسین پر ١٩٤٠م د هند په شمالي ښاراګره کې زیږیدلی او پر ١٩٤٩ م کال يې کورنۍ له هنده پاکستان ته مهاجره شوې او ددغه هېواد په کراچۍ کې دېره شوې ده.

هغه د کم وخت لپاره په مدرسه کې زده کړې کړي او وروسته په کراچې کې پر ١٩٦٥م کال د پاکستان د تجارت له یوې مهمې تحصیلي موسسې څخه فارغ شوی دی.

حسين د پاکستان د مسلم ليګ ن له پخوانيو غړيو دى، چې ددغه ګوند د سنده ايالت د مشر په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده. نوموړى پر ١٩٩٩م کال د لږې مودې لپاره د سنده ايالت د ګورنر دنده هم ترسره کړې ده.

ممنون حسین د سياست تر څنګ د سنده ايالت په مرکزي ښار کراچۍ کې د خپلې کورنۍ د نساجي فابریکې چارې هم مخ ته وړي.

ممنون حسين به د روان کال د ستمبر په ٦ نېټه د پاکستان د دولسم منتخب ولسمشر لوړه کوي.

د پاکستان د جمهوري رياست په ټاکنو کې ددغه هېواد دويم ستر ګوند پيپلز ګوند، عوامي نيشنل ګوند، د پخواني ديکتاتور او ولسمشر پرويز مشرف آل پاکستان مسلم ليګ ګوند او مسلم ليګ ق د ټاکنو د نېټې د رامخکې کېدو له امله د اعتراض په ډول برخه نه وه اخيستې.

د يادونې و ړ ده، چې د پاکستان د پيپلز ګوند مرستيال مشر اصف علي زرداري د پاکستان د تاسیس په ۶۶ کلن تاریخ کې لومړنی ملکي ولسمشر دی چې خپله پنځه کلنه دوره يې بشپړه کړه.

د پاکستان د ٦٦ کلن تاريخ د ولسمشرانو کرونولوجي:

١- اسکندر مرزا: له ٢٣ مارچ ١٩٥٦ څخه تر ٢٧ اکتوبر ١٩٥٨م پورې.

۲- پوځي ديکتاتور ايوب خان: ٨ جون ١٩٦٢ څخه تر ٢٥ مارچ ١٩٦٩م پورې.

٣- پوځي ديکتاتور يحيى خان: له ٢٥ جون ١٩٦٩ څخه تر ٢٠ دسمبر ١٩٧١م پورې.

٤- د پاکستان د پيپلز ګوند بنسټګر ذوالفقار علي بوټو: له ٢٠ دسمبر ١٩٧١ څخه تر ١٣ اګست ١٩٧٣م پورې.

٥- فضل الهي چوهدري: له ١٤ اګست ١٣٧٣ څخه تر تر ١٦ ستمبر ١٩٧٨ پورې.

٦- پوځي ديکتاتور محمد ضياء الحق: له ١٦ ستمبر ١٩٧٨ څخه تر ١٧ اګست ١٩٨٨ پورې.

٧- غلام اسحاق خان: له ١٧ اګست ١٩٨٨ څخه تر ١٨ جولايي ١٩٩٣م پورې.
* وسيم سجاد (موقت ولسمشر): له ١٨ جولايي ١٩٣٣ څخه تر ١٦ نومبر ١٩٩٣م پورې.

۸- فاروق لغاري: له ١٦ نومبر ١٩٩٣ څخه تر ٢ دسمبر ١٩٩٧ م پورې.

* وسيم سجاد (موقت ولسمشر): له ٢ دسمبر ١٩٩٧ څخه تر ١ جنوري ١٩٩٨ م پورې.

٩- متقاعد قاضي محمد رفيق تارړ: له ١ جنوري ١٩٩٨ څخه تر ٢٠ جون ٢٠٠١م پورې.

١٠- پوځي ديکتاتور پرويز مشرف: له ٢٠ جون ٢٠٠١ څخه تر ١٨ اګست ٢٠٠٨ م پورې.

* محمد ميا سومرو (موقت ولسمشر): له ١٨ اګست ٢٠٠٨ څخه تر ٩ ستمبر ٢٠٠٨ م پورې.

١١- اصف علي زرداري: له ٩ ستمبر ٢٠٠٨ څخه تر ٦ ستمبر ٢٠١٣م پورې.

١٢- ممنون حسين يا وجيه الدين احمد

راپور: ذبيح الله شفق - پېښور
XS
SM
MD
LG