د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۰۹

تندر قول اردو: سیمرغ عملیاتو کې ۶۵ وسلوال وژل شوي دي


نجیب الله الوخیل

د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د سیمرغ په نوم روانو عملیاتو کې یې، چې د پکتیا په ځاځي اریوب او د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې روان دي، په کې ۶۵ وسلوال وژل شوي، دیارلس تنه ټپیان دي او یو کس ژوندی نیول شوی دی.

هغه خبر پاڼه چې د تندر قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته لیږل شوې، د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد شریف یفتلي له قوله ویل شوي، چې افغان هوایې ځواکونو د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د روقیان درې د سوۍ په سیمه کې پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې دېرش وسلوال وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي.

جنرال یفتلي زیاته کړې، چې ایتلافي ځواکونو هم د یادې ولسوالۍ د خورچتل په سیمه کې هوایي برید کړی، چې په ترڅ کې پنځلس وسله وال وژل شوي دي.

همدارنګه نوموړو ځواکونو د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د تاندې الګډې په سیمه هوایي بریدونه ترسره کړي دي، په پایله کې شل تنه وسلوال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د تندر قول اردو جزوتامونو د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ د دوبندي په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې یو مشکوک وسلوال نیولی دی.

که څه هم په خبر پاڼه کې افغان ځواکونو ته په یادو عملیاتو کې د اوښتي ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تیره ورځ د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر مرستیال جنرال وزیري مشال سره په خبرو کې د سیمرغ په چاڼیزو عملیاتو کې یوازې د دوه تنو سرتیرو وژل کیدل تائید کړل.
XS
SM
MD
LG