د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

"د سیاسي ګوندواو ایتلافونو په شورا کې پر کوم کاندید موافقه نه ده شوې"


د افغان حکومت ځینو مخالفو سیاسي ايتلافونو او ګوندونو هغه راپورنه رد کړل چې؛ ګواکې د دوی له لورې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کاندیدان معرفي شوي.

د افغان حکومت د سیاسي اپوزسیون ځینې ډلې او ګوندونه وايي؛ چې د جمهوري ریاست د راتلوونکو انتخاباتو لپاره یې د کاندید د غوره کولو لپاره خبرې روانې دي.

د افغانستان د ملي ایتلاف ویاند سید آقا فاضل سانچارکي د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې د یوه کاندید د معرفي کولو لپاره هره اونې د ګوندونو او ایتلافونو د همکاري شورا غونډه کوي.

خو ښاغلي سانچارکي هغه راپورونه رد کړل چې؛ ګنې په یادې شورا کې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې په څو کاندیدانو موافقه شوې ده:

"دا د رسنیو اټکل، ګمان او اوازې دي، ځکه چې کومه غونډه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په کور کې شوې وه؛ دا غونډې همداسې په منظم ډول هره اونۍ د رهبرانو په کورونو کې جوړیږي او تر ډیره حده په کې د افغانستان په روان وضعیت، د انتخاباتو په مسایلو او نتخاباتو لپاره د یوه واحد ټيم په جوړولو بحث کیږي؛ په دې توګه هېڅ کس هم تراوسه پورې رسماً د ځان د کاندیدولو اعلان نه دی کړی."

په دې وروستیو کي ځینې رسنیو راپورنه ورکړل چې؛ د تیرې پنجشنبې په ورځ د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د شورا په غونډه کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځینې کاندیدان وړاندې شوي دي.

په یاد راپورنو کې راغلي چې؛ د ملي ایتلاف څخه ډاکټر عبدالله عبدالله، د حق او عدالت ګوند څخه حنیف اتمر او د افغان ملت له ګوند څخه انوارالحق احدي راتلونکو انتخاباتو ته کاندیدان دي.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي چې؛ پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د یوه نوي سیاسي اتیلاف له خوا کاندید شوی او قسیم فهیم او محمد محقق یې مرستیالان دي، خو ښاغلي محقق له ازادي راډیو سره دا خبره رد کړه.

همدارنګه د جمهور رییس حامد کرزي ورور محمود کرزي ویلي؛ چې بل ورور یې قیوم کرزی به یې د جمهوري ریاست یو کاندید وي.

په عین وخت کې د حق او عدالت د ګوند ویاند حمیدالله فاروقي هم ردوي چې؛ ګنې تراوسه په کوم کاندید موافقه شوې ده.

نوموړي وویل، چې د سیاسي ګوندواو ایتلافونو په شورا کې هڅې روانې دي چې؛ په یوه کاندید سره سلا شي:

"تراوسه دا شورا هغې پریکړي ته نه ده رسیدلې، تاسو ته معلومه ده چې موږ په لومړیو مرحلو کې یو؛ تقریباً درې اونۍ کیږي چې، د کاندیدانو په صفاتو، تواناېیو او لېوالتیا باندې کار روان دی؛ خو تر دې مهاله په هیڅ کس باندې توافق نه دی شوی او زه تاسو ته اطمینان درکوم او هڅه مو دا ده چې د دې شورا له آدرس څخه یو نوماند د روژې میاشتې په پای کې معرفي کړو."

د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته له نهو میاشتو کمه موده پاتې ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې د سنبلې د میاشتې په وروستیو کې د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه پیلیږي.

تراوسه معلومه نه ده چې، څومره شمېر کاندیدان به د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې برخه واخلي.

خو د جمهور رییس په شمول ځینې سیاسي ډلې او شخصیتونه د ملي اجماع په جوړلو ټینګار کوي؛ تر څو په دې انتخاباتو کې دوه یا درې قوي کاندیدان سیالۍ ته ودانګي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG