د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

اسپانیا درې ورځنی ماتم اعلان کړی


د اسپانیا صدراعظم په دې هېواد کې د رېل د ټکر د پېښې قربانیانو ته د درناوي په خاطر درې ورځنی ماتم اعلان کړی.

د چارشنبې په شپه د اسپانیا په شمال لویدیځ کې د رېل د ټکر پېښې اتیا کسان ووژل او له یوسل او څلوېښتو زیات یې ټپیان کړل.

د دې ټکرعلت له ټاکلې اندازې د اورګاډي زیات سرعت ښودل شوی.

د اسپانیا صدراعظم ماریانو راجوي پرون د پېښې د سیمې او ټپیانو لیدو ته ورغلی و.

د اسپانیا پولیسو د هغه اورګاډي له چلوونکې څخه رسمي تحقیق پیل کړی چې؛ د چارشنبې په ورځ ټکر شو، لسګونه کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

پېښه هغه مهال وشوه چې؛ رېل ګاډی له خپلې اصلي پټلۍ واوښت.

اسپانیايي چارواکې وايي چې؛ دا پېښه ډېره ټکر ته ورته ده نه یوې تروریستي حملې ته خو بیاهم د پېښې اصلي علت تراوسه معلوم نه دی او په دې اړه تحقیقات روان دي.

د اسپانوۍ ال پېس El Pais ورځپاڼې د راپور له مخې ډرېور منلې چې؛ د اورګاډي سرعت په ساعت کې یوسل او نوي کېلومتره و، چې؛ دا د ټاکلي حد دوه چنده سرعت دی. په امنیتي کمرو اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې؛ اورګاډی په ډېر سرعت له پټلۍ اوړي او بیا له یوه دېواله سره لګېږي.

د اروپايي کمیسیون ویاند اولیوربېلي پرون د اسپانیا صدراعظم ته په خطاب کې د اروپايي کمیسیون د رییس خوزې مانویل بروسو د خواخوږۍ پیغام ولوست:

"په دې سخت حالت کې زه ځان د اسپانیا له خلکو سره ډېر نژدې احساسوم.

غواړم د خپل ځان او د اروپايي کمیسیون له خوا تاسو ته تسلیت او د پېښې له ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي وړاندې کړم."


د چارشنبې په ورځ له پېښې سمدستي وروسته د اسپانیا صدراعظم ماریانو راجوی Mariano Rajoy په هېواد کې درې ورځنی عمومي ماتم اعلان کړ.

راجوی پرون ګالېزیاایالت ته چې؛ ټکر پکې شوی او بیا هغه روغتون ته چې؛ ټپیان پکې بستر دي ولاړ. یادشوی رېل له مادرید څخه د اېل فېرول خواته په حرکت کې و، چې؛ ټکر یې وکړ.

د پېښې یوه عیني شاهد خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

"لومړی مې د چاودنې غږ واورېد او چې؛ د پېښې ځای ته ورسېدم، ومې ولیدل چې؛ یو واګون له پټلۍ وتلی او پر سړک پروت و. ټول ګاونډیان له کورونو راووتل.

موږ وېرېدلي وو، ځکه د اطفایې یوه کارکوونکې ویل چې؛ کېدای شي یو واګون وچوي. موږ له هغه ځایه په شا شوو او چې؛ حالت عادي شو بیرته هغه ځای ته راغلو."


د سیمې ښاروال انجېل کوراس فرناندیز ویلي چې؛ چارواکو د پېښې له قربانیانو او ټپیانو سره د مرستې یو پلان برابر کړی.

د چارشنبې ورځې ټکر د اسپانیا د تېر اویا کلن تاریخ د رېل د ټکر ترټولو خونړۍ پېښه وه.
XS
SM
MD
LG