د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

C.I.A په افغانستان کې خپل ځينې دفترونه تړي


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې سي آی اې په افغانستان کې خپلې یو شمېر اډې او تاسیسات بندوي او پر ځای یې د منځني ختیځ په شان نورو سیمو ته، چې القاعده پکې زیاته فعاله وي، پام ډېروي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې اړه په یوه راپور کې ویلي چې له افغانستانه د خپلو اډو ایستل د سي آی اې لپاره په دې مهم دي چې خپلې سرچینې به نورو لانجمنو سیمو ته واړوي.

امریکايي چارواکو له افغانستانه د امریکايی پوځیانو له وتلو سره په یووخت به په دغه هیواد کې د سي آی اې د تاسیساتو شمېر له دوولسو څخه په راتلونکو دوو کلونو کې څو ته رالږ شي.

د امریکا د حکومت او استخباراتو جګپوړو چارواکو وویل چې د سي آی اې اډې په یوه داسي سیمه کې کمېږي چې اوس هلته استخباراتي هڅې په پاکستان کې د القاعده د خطر اندازې ته په پام سره ډېرې دي.

واشنګټن پوسټ وايي چې سي آی اې ته اوس په نورو سیمو لکه منځني ختیځ کې د القاعده خطر مخ پر زیاتېدو ښکاري.

له افغانستانه د سي آی اې د اډو د ایستلو مسله لا نهايي شوې نه ده ځکه چې تراوسه پوري له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر په اړه پرېکړه نه ده شوې. کېدای شي د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو شمېر ته په پام سره د سي آی اې د اډو د شمېر په اړه وروستۍ فیصله وشي.

سي آی اې د افغانستان د استخباراتي کارکوونکو په روزلو کې لویه برخه اخیستې او غواړي چې د افغانستان د ملي امنیت له ریاست سره اړیکې جاري وساتي.

د سي آی اې بې پېلوټه الوتکې له جلال اباد څخه د پاکستان پر قبایلي سیمو حملې کوي.
واشنګټن پوسټ وايي چې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي آی اې په افغانستان کې د خپلو مامورینو او اډو د کمولو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ریچارډ بلې، چې تر ۲۰۰۷ مخکې په افغانستان او پاکستان کې د سي آی اې جګپوړی مامور و، وايي:

«د افغانستان حالات له هغه وخت سره بدل شوي چې سي آی اې به پکې فعالیت کاوه. موږ له یوې استخباراتي ادارې پر یوې تهاجمې هغې بدل شوي یو چې جاسوسي پکې لږ خو له وسلې څخه کاراخیستل پکې زیات اهمیت لري.»
XS
SM
MD
LG