د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۶

افغان حکومت د پانګې اچونې لپاره د پانګه والو د هڅولو هڅې تیزې کړي




راپور: خان محمد "سیند"

افغان حکومت په هېواد کې د پانګې اچونې لپاره د پانګه والو د هڅولو هڅې تیزې کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر وایي، هر هغه پانګوال چې؛ وغواړي په هېواد کې تولیدي فابریکه جوړه کړي، حکومت به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سوداګرۍ وزیر دا خبره د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په صنعتي پارکونو کې د څو کېلومتره سړکونو د جوړولو د پروژې د پیل پر مهال وکړه.

په پام کې ده چې؛ د ایسا یا د پانګې اچونې د ملاتړې ادارې په مالي مرسته د کابل ښار د صنعتي پارک سړکونه تر دوو کلونو پورې په معیاري توګه جوړ شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر وایي،هر هغه پانګوال چې؛ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د تولیدي فابریکو د جوړولو نیت ولري، حکومت حاضر دی چې؛ په صنعتي پارکونو کې د ځمکو په ورکولو سربیره، په زیر بنایي چارو کې هم ورسره مرستې وکړي.

د سوداګرۍ وزیر ډاکتر انوار الحق احدي دا خبرې د چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې د صنعتي پارکونو لپاره د سړکونو د جوړولو د پروژې د پیل پر مهال وکړې:

«متشبیثینو ته په جرا ات سره ویلی شو چې؛ که تاسې د تشبث په کار کې جدي یاست موږ کولای شو، صنعتي پارک درته جوړ کړو.

موږ په خوست، جلال اباد، سنجد دره او هرات کې پارکونه او د کندهار د صنعتي پارک څلورم فیز جوړولای شو، کورنی برېښنا مو هم مخ په زیاتیدو ده او وارداتي هم، کولای شو صنعتي پارکونو ته کافي برېښنا ورسوو.»

د کابل ښار صنعتي پارک چې؛ د ښار په ختیځه سیمه کې پروت دی اوس مهال په کې د مختلفو تولیداتو په سلګونو فابریکې فعالې دي.

د دې پارک د څارنې چارې په دې وروستیو کې د دولت د مربوطو ارګانونو او خصوصي سکتور د مشورو وروسته د«ایسا» یا په افغانستان کې د پانګې اچونې ملاتړې ادارې ته وسپارل شوې.

ایسا د خپلو انکشافي پروګرامونو په لړ کې غواړي د دې پارک سړکونه په اساسي ډول جوړ کړي.

په دې مناسبت په جوړه شوې غونده کې د ایسا رییس وفي اله افتخار وویل، د یاد پارک ۱۲ کېلومتره سړکونه به تر د دوو کلونو پورې په دوو مرحلو کې جوړ شي.

ده وویل، په دې سړکونو به د ایسا د ادارې شاوخوا درې میلیونه ډالر ولګیږي او د لومړیو شپږ کېلو مترو کار به یې سرله ننه پیل شي.

د کابل د صنعتي پارک د فابریکو د اتحادیي ريیس عبدالجبارصافي سره له دې چې؛ د ایسا د ادارې دغه اقدام یي وستایه، له پانګوالو سره یي د ملاتړ په مقصد یو لړ پیشنهادونه هم وکړل:

«څلویښت کاله کېږي چې؛ د صنعتي پارک ته برېښنا ورکړل شوې، ماشینونه یي زاړه شوي هیله ده نوي شي.ګمرکي تعرفې مو ټیټې، اداري کارونه ساده او هغو فابریکو سره چې؛ جنګونو کې له منځه تللي مرسته وشي چې؛ بیرته فعالې شي.»

افغان چارواکو او د ایسا د ادارې مسئولینو ژمنه وکړه چې؛ له افغان پانګوالو سره به مرستې جارې وساتي.

د دې هڅو سره سره د ځینو تولیدي فابریکو خاوندان اوس هم د ګمرکي لوړ تعرفو، له پیچلو قوانینو او د ځمکو او د زیر بناوو له نشتوالي شکایتونه کوي.

تیره اوونۍ د افغانستان اقتصادي کمیټې هم اعلان کړی چې؛ په هېواد کې به د فابریکو له خاوندانو او هغو پانګوالو سره چې؛ په راتلونکي کې تولیدي فابریکې فعالوي، لازمې مسلکي مرستې وکړي.
XS
SM
MD
LG