د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

نړېوال بانک له افغان حکومت سره ۱۲،۵ میلیونه ډالره مرسته کوي


نړېوال بانک له افغان حکومت سره د متقاعدینو سیسټم د اصلاح او د ټولنیز خوندیتوب له پروګرامونو سره 12.5 میلیونه ډالره مرسته کوي.

د دې مرستې تړون نن د افغانستان لپاره د نړېوال بانک رئیس د افغانستان د مالیې او کار او ټولنیزو چارو له وزیرانو سره لاسلیک کړ.

د کار او ټولنیزو چارو وزیري امینې افضلي خبریالانو ته وویل، چي له دې مرستي به د افغان متقاعدو مامورینو د سیسټم په اصلاح کولو او له بېوزلو خلکو سره د مرستي په برخه کي کار واخیستل سي.

نړیوال بانک له 2009 م راهیسې په دې برخه کې له افغان حکومت سره نژدې 9 میلیونه ډالره مرسته کړې.
XS
SM
MD
LG