د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

ډیمپسي: د امنیتي تړون برخلیک دې تر اکتوبره روښانه شي


د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارتین ډیمپسي وړاندیز کړی چې؛ د اکټوبر میاشت د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره تر ټولو غوره وخت دی.

دا تړون به په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته د امریکايي عسکرو برخلیک څرګند کړي.

مارتین ډیمپسي پرون په کابل کې خبري کنفرانس ته وویل چې په نهایت کې غواړي چې د اکټوبر تر میاشتې دا مسله خبره ورته څرګنده شي:

(زه له پوځي دیده غواړم چې وضعیت راته څرګند شي او د اکټوبر تر میاشتې وضعیت ته د دوه اړخیز امنیتي تړون پر اساس وګورم . )

تر هغه وروسته چې ولسمشر کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک خبره وځنډوله دا افغانستان ته د تر ټولو لوړ رتبه امریکايي چارواکي سفر دی.
د جمهور ریس حامد کرزي دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانان په دې شرط له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک ته تیار دي چې د افغانستان امنیت او ثبات ټینګ کړي او د دې هیواد د امنیتي ځواکونو له پياوړي کیدو سره مرسته وکړي.

په وروستیو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پر سر د کابل او واشنګتن ترمنځ د جنجالونو له زیاتیدو سره داسې رپوټونه خپاره شول چې امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمیر د (صفر) کولو پر امکان غور کوي.

خو جنرال ډیمپسي وویل چې له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو له نظر سره مخالف دی او په دې اړه چې ټول عسکر وایستل شي تر اوسه مشوره نه ده ورسره شوې:

(له ما چا غوښتنه نه ده کړې چې پر دې امکان غور وکړم او نه یې ملاتړ کوم نو داسې کومه خبره نشته خو دا امکان لري ځکه موږ یوازې هغه وخت دلته پاتې کیدلای شو چې له موږ څخه غوښتنه وشي. )

رپوټونه په افغانستان کې د رسمي سرچینو په حواله وایي چې د امنیتي همکاریو په تړون کې د کابل یوه غوښتنه دا ده چې افغانستان د پاکستان له ګواښونوڅخه وساتي.

خو د امریکا د پوځ دلوي درستیزانو د کمیټې مشر مارتین ډیمپسي وویل چې متحد ایالات به تر هغو د افغان ځواکونو ملاتړ کوي چې هغوي په خپله له یوه واحد افغانستان څخه د ساتنې توان پيدا کړي.

دې امریکايي جنرال وویل چې له جمهور ریس حامد کرزي سره یې په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان د هوايي ځواک په شمول د دې هیواد د امنیتي ځواکونو پياوړي کولو ته متعهد دی.
XS
SM
MD
LG