د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۴

مارټن ډیمسي له ولسمشر کرزي سره په امنیتي تړون خبرې وکړې


د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارټن ډیمسي کابل ته په خپل سفر کې د ارګ په ماڼۍ کې له جمهور رییس حامد کرزي سره وکتل.

د ارګ مطبوعاتي اعلامیه وايي چې په دې کتنه کې په دوه اړخیزو خبرو او د دواړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي تړون خبرې وکړې.

د امریکا لوی درستیز کابل ته په داسې حال کې سفر کوي چې؛ کابل له واشنګټن سره پر امنیتي تړون خبرې درولي دي.

خو د ارګ له ماڼۍ سره په خبره شوې مطبوعاتي اعلامیې کې راغلي چې له جمهور رییس حامد کرزي سره د ډیمسي په کتنه کې د افغانستان او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو سربیره په امنیتي تړون هم خبرې وکړې.

په اعلامیې کې راغلي ، جمهور رییس په دې کتنه کې وویل، له اوږدې جګړې او ناخوالو وروسته په ډيره لیوالتیا سره غواړي چې په هیواد کې یې سوله ټینګه شي.

د اعلامیې له مخې ښاغلي کرزي ویلي چې افغانان دغې هیلې ته د رسیدو لپاره له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کیدو ته چمتو دي، خو په دې شرط چې دا تړون د سولې، امنیت، د امنیتي ځواکونو د پیاوړي کیدو او د یو مټي افغانستان سبب شي.

ځینې کتوونکي کابل ته د امریکا د لوی درستیز د سفر یو هدف دا بولي چې افغان دولت پر امنیتي تړون د خبرو پیلولو ته وهڅوي.

تر دې مخکې افغان دولت ویلي و چې تر هغو به له امریکا سره پر امنیتي تړون خبرې نه پیلوي تر څو چې طالبانو د سولې له عالي شورا سره خبرې نه وي پیل کړي.

کابل ته د امریکا د لوی درستیز وروستی سفر همداراز په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د ټولو پوځي عملیاتو مشري ددې هیواد خپلو ځواکونو ته سپارل شوې ده.

په دې وختونو کې اکثره امریکايي چارواکي چې کابل ته سفر کوي، نو هدف یې دا هم ښودل کیږي چې د جګړې په روان موسم کې د افغان ځواکونو وړتیاوې ارزیابي کړي.
XS
SM
MD
LG