د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۳۶

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو عواقب


د وال سټریټ ژورنال په وروستۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د دې کار پر عواقبو د تبصرې په یوه برخه کې راغلي:

د ایتلافي قواوو قوماندان جنرال جوزف دانفورد خبرداری ورکړی چې؛ د ټولو امریکايي عسکرو وتل به د افغانستان ماموریت ته ضرر ورسوي.

امریکايي جنرال دانفورد والسټریټ ژورنال ته ویلي چې؛ د ده په باور له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو وتل یوازینی غوره انتخاب نه دی.

خو فکر کوي چې که کابل او واشنګټن تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونو د برخلیک په اړه اوس یوې موافقې ته ونه رسیږي ، ښايي ټول امریکايي عسکر ووزي.

وال سټریټ ژورنال د امریکا په مشرۍ د ایتلافي قواوو د عمومي قوماندان په حواله لیکي، دا چې یو شمیر خلک وايي چې ۲۰۱۴ کال هغه څوکه ده چې افغانان به ورڅخه وغورځي له وضعیت سره مرسته نه شي کولای.

دې امریکايي جنرال ورځپاڼې ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړې وتنې خبر اوس هم د افغانانو پر فکر ناوړه اغیز کړی دی.

د دانفورد په باور که چیرې د دواړو هیوادونو چارواکي خلکو ته څرګند پيغام ور نه کړي نو په خلکو کې به دا اندیښنې لا زیاتې شي چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ نه کوي.

ایکونومیست مجلې په افغانستان او په ځانګړي ډول په غزني کې د بې امنیتی په اړه مقاله خپره کړې چې په یوه برخه کې یې راغلي: د کابل کندهار له لویې لارې یوازې څو کلیومتره لرې د طالبانو واکمني چلیږي او د کابل حکومت د غزني ښار له مرکزه دباندې چندان حضور نه لري.

ایکونومیست وايي، له هغه راهیسې چې ناټو د پوځي عملیاتو مسولیت افغانانو ته سپارلی، په غزنی امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه شوی دی.
د امریکا د پوځ ډګروال سټیفن مایکل د افغانستان کورنیو امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو سپارولو ته په اشاره، ایکونومیست ته ویلي : زیاتو خلک موږ ته د اشغال کونکو په سترګه کتل نو اوس د طالبانو لپاره سخته ده چې خلکو ته ووايي چې له کافرانو سره جنګیږي.

د ایکونومیست د دې مقالې لیکوال وايي چې د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز دوام ته اړتیا ده او د افغان ځو اکونو یوازې پریښودل تیروتنه ده .

د ایکونومیست په وینا ، که چیرې غربي دولتونه دافغانستان پوځ تمویل کړي دا هیواد به سقوط ونه کړي خو ناکرارۍ به روانې وي ځکه د افغانستان لانجه یوازې له سیاسي لارې حل کیدلای شي.
XS
SM
MD
LG