د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د قدرت له سوله ییز انتقاله د لویدیځو چارواکو مقصد څه دی؟


په راپور کې مو واورېدل چې؛ اروپايي ټولنې د افغان ولسمشر له خوا د افغانستان د انتخاباتو د قانون د توشیح هرکلی کړی.

د افغانستان لپاره داروپايي ټولنې استازی ویګاداس اوشاڅکاس وايي چې دا قانون په افغانستان کې د قدرت د سوله ییز انتقال لپاره لاره اوارولای شي.

نوموړي ویلي، دی ډاډه دی چې ولسمشرحامد کرزی به تروسې وسې هڅه وکړي چې په ۲۰۱۴ کال کې د ټولو خواوو په ګډون د شفافو انتخاباتو له لارې د قدرت سوله ییز انتقال ته لاره پرانیزي.

ویګاداس اوشاڅکاس لومړنی لویدیځ مقام نه دی چې په افغانستان کې د انتخاباتو په پایله کې د قدرت د سوله ییز انتقال خبره یادوي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې ډيموکراسي د نظام اساس او بنسټ جوړوي د قدرت له سوله ییز انتقال څخه د لویدیځو چارواکو مقصد څه دی؟

په دې اړه احمدتکل د حقوقي چارو له افغان کارپوه ستار سعادت سره خبرې کړي. ښاغلي سعادت په پیل کې د سوله ییز انتقال په اړه خبرې وکړې:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG