د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د افغان حکومت سیاسي مخالفې ډلې له سرتاج عزیز سره د لیدو تمه لري


د ملي ایتلاف ویاند سید اقا فاضل سانچاره کي
د ملي ایتلاف ویاند سید اقا فاضل سانچاره کي
د افغان حکومت ځیني سیاسي مخالفې ډلې تمه لري چې؛ د پاکستان د صدر اعظم له سلا کار سرتاج عزیز سره ملاقات وکړي.

دوی وایي، د سولې ټینګښت او د تروریزم له منځه وړل د افغانستان جدي اړتیا ده او د پاکستان له دې چارواکي څخه به یوځل بیا په دې برخه کې د عملي همکارۍ غوښتنه وکړي.


د افغان حکومت ځینې سیاسي مخالفې ډلې وایي چې؛ تراوسه د پاکستان د صدر اعظم له سلاکار سره د ملاقات رسمي بلنه نه ده ورکړل شوې؛ خو دوی تمه لري، چې له سرتاج عزیز سره به وګوري.

ملي ایتلاف وایي، په کابل کې د پاکستان د سفارت یوه چارواکي د شنبې په ورځ ناوخته د دې ایتلاف له مشر ډاکترعبدالله عبدالله سره ملاقات لري او دوی ډاډمن دي، چې له سرتاج عزیز سره به د خبرواترو بلنه هم ورکړل شي.

د دې ایتلاف ویاند سید اقا فاضل سانچاره کي ازادي راډیو ته وویل؛ که چیرې د پاکستان د صدر اعظم له سلاکار سره د دوی ملاقات وشي؛ نو په ځینو مهمو برخو کې به د پاکستان د عملي همکارۍ غوښتنه وکړي.

"د دوی د سفارت یوه چارواکي غوښتنه کړې چې؛ نن د ملي ایتلاف له مشر سره ملاقات وکړي، داسې احتمال شته له سرتاج عزیز سره د ملاقات موضوع به هم مطرح کړي؛ خو تراوسه له ملي ایتلاف څخه رسمي غوښتنه نه ده شوې؛ که هغوی د ملاقات بلنه راکړي؛ موږ به یې رد نه کړو ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې زیاتې دي او په دغو ستونزمنو موضوع ګانو به حتماً خبرې کیږي."

ملي ایتلاف وایي، سوله، له ترویزم سره مبارزه او د افغان سوداګرو د ستونزو هواری د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمې موضوع ګانې دي او دوی به له دغه پاکستاني چارواکي سره خبرې پرې وکړي.

ټاکل شوې وه، د پاکستان د صدر اعظم سلاکار سرتاج عزیز د شنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي؛ خو دغه سفر یوه ورځ وځنډید او د یکشنبې په ورځ به ترسره شي.

له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو پیلیدل او اسلام اباد ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر په اړه خبرې له افغان چارواکو سره د نوموړي د لیدنو د اجنډا په سر کې مسایل دي.

له دې وړاندې هم د پاکستان د صدر اعظم په ګدون د دې هېواد چارواکو افغانستان ته په خپلو سفرونو کې د سیاسي مخالفینو له مشرانو سره کتلي دي.

پاکستانیو چارواکو ویلي، دوی غواړي چې، په افغانستان کې له ټولو ډلو سره ښې اړیکې ولري.

بل خوا د حق او عدالت ګوند وايي، که له سرتاج عزیز سره خبرې یې د ملي ګټو پربنسټ وي؛ وبه یې مني او که نه د رد ځواب به ورکړي.

د دې ګوند درهبرۍ شورا غړی او ویاند حمیدالله فاروقي په دې اړه وایي:

"تراوسه موږ په دې باندې کوم تصمیم نه دی نیولی؛ په دې خاطر چې که د وطن ملي منافعو ایجابوله بیا به ورسره وغږیږو او که نه، معذرت به ورڅخه وغواړو، مګر تراوسه د هغوی له خوا هم تقاضا نه ده شوې او موږ هم په اجرایه کمېټه کې دا مساله نه ده مطرح کړې."

د احمد ضیا مسعود په مشرۍ د افغان حکومت یوه بله سیاسي مخالفه ډله ملي جبهه هم وایي، چې له سرتاج عزیز سره په ملاقات غور کوي؛ خو تراوسه بلنه نه ده ورکړل شوې.

ځیني کتوونکي له دغو افغان سیاسي ډلو په خاصه توګه د پخوانی شمالي ټلوالې له مشرانو سره د پاکستانیو چارواکو لیدنې مهمې بولي او وايي، پاکستان هڅه کوي چې، دوی او طالبانو سره نږدې کړي.

د دوی په باور، د پاکستان دغو هڅو تر ډیره نتیجه هم ورکړې ، ځکه خو طالبان د افغان دولت پر ځای له پخوانۍ شمالي ټلوالې سره خبرو ته اماده ګي ښيي.

خو دا هغه څه دي چې افغان حکومت او په ځانګړې توګه جمهور رییس حامد کرزي ورڅخه ویره لري.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG