د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۴

بهیر: د سولې د خبرو محدودول په افغانستان کې ثبات نه شي راوستلای


د حزب اسلامي د سیاسي څانګې ویاند غیرت بهیر
د حزب اسلامي د سیاسي څانګې ویاند غیرت بهیر
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي چې له وسله والو طالبانو وروسته د افغان حکومت دوهمه لویه مخالفه ډله ده پرون وویل؛ چې یوازې د امریکا او طالبانو په ګډون د سولې محدودې خبرې اترې په افغانستان کې سوله او ثبات نشي راوستلای.

د حزب اسلامي د سیاسي څانګې ویاند غیرت بهیر د جرمني خبري آژانس "ډي. پي. اې" ته ویلي چې؛ لویدیځ په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره باید له طالبانو پرته له نورو ډلو سره هم تماس ونیسي.

بهیر ویلي چې، دا د پرمختګ یوازینۍ لاره ده او د افغانستان ستونزه له دې پرته بل هېڅ د حل لاره نه لري. نوموړي چې له "ډي. پي. اې" آژانس سره یې له پاکستانه خبرې کولې؛ وویل، حزب له نورو ډلو او ګوندونو سره په تماس کې دی؛ څو معلومه کړي چې، آیا هغوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو نتایج مني کنه.

آژانس د پاکستاني چارواکو له قوله لیکي؛ چې وايي، په کابل، اسلام آباد، واشنګټن او دوحه کې اوس مهال هڅې روانې دي؛ څو د سولې خبرې له ناکامۍ څخه وژغورل شي.

په قطر کې د طالبانو دفتر تېره میاشت وروسته له هغه بند شو؛ چې ولسمشر حامد کرزي د دې دفتر د پرانیستو پر څرنګوالي انتقاد وکړ؛ ځکه طالبانو پر خپل دفتر د پرانیستو پرمهال د اسلامي امارت لوحه راوځړوله او همداراز خپل بیرغ یې اوچت کړ.

ښاغلي کرزي همداراز په دې وروستیو کې پر نورو هېوادونو او په تېره پر پاکستان تور ولګاوه چې له طالبانو سره د خبرو له لارې په افغانستان کې د ملوک الطوایفي نظام راوستل غواړي.

په افغانستان کې د سولې په هڅو کې د حزب اسلامي او د مجاهدینو د نورو تنظیمونو ونډه مهمه ګڼل کېږي خو په روان بهیر کې دوی نه دي شامل.

پاکستان ویلي دي چې، د افغان حکومت په مشرۍ د ټولو ښکېلو ډلو په ګډون د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

د "ډي. پي. اې" راپور هم یادونه کوي چې؛ له دې پروسې حزب اسلامي او نورې ډلې باید ونه اېستل شي.

آژانس د فداخان په نوم په اسلام آباد کې د دېره کارپوه له قوله لیکي؛ چې وايي، حزب ته که دا احساس پیدا شي چې؛ ګټې یې په پام کې نه نیول کېږي؛ نو که څه هم کوچنی دی، خو عکس العمل به خامخا وښيي.

د فداخان په وینا، د خرابکارۍ لپاره مهمه نه ده چې، ډله لویه ده که وړه، خو د پاکستان د پوځ پخوانی بریګېډیر سعد محمد چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۶ کلونو ترمینځ یې په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د پوځي اتشې په توګه دنده سرته رسوله؛ وايي، د طالبانو ځواک ښايي د سولې په خبرو اترو کې د نورو ټولو ډلو پر حضور سیوری واچوي.
XS
SM
MD
LG