د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د افغان ښځو د حقونو د پراختیا لپاره د امریکا تر ټولو زیاته مرسته


د امریکا متحد ایالات وايي چې دوه سوه ملیونه ډالر به په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پراختیا لپاره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره (یو. اېس. ایډ) وايي؛ چې دا اندازه د نړیوالو په مرسته دوه برابره زیاتیدلای شي.

د دې ادارې مشر (راجیف شاه) په یوه مرکه کې رويټرز اژانس ته ویلي چې؛ دا په یوه هیواد کې د ښځو د حقونو د پراختیا لپاره پر یوه ځانګړي پروګرام تر ټولو زیاته پانګونه ده.

د امریکا د پراختیايي مرستو د ادارې مشر راجیف شاه ویلي چې؛ اسټرالیا، بریتانیه، جاپان او اروپايي اتحادیې هم د مرستو ژمنه کړې چې؛ د ښځو د حقونو د پراختیا لپاره د دې پروژې ارزښت به ۴۱۶ ملیونو ډالرو ته لوړ کړي.

د ښځو د حقونو دا پروګرام د (پراختیا) په نوم پیل کیږي او له اتلسو څخه تر دېرش کلنو ښځو لپاره د کارموندنې، پالیسي جوړولو روزنیزو پروګرامونو او کوچنیو تجارتي پروژو په برخه کې مرستې کوي.

د امریکا د مرستود نړیوال پراختیايي پروګرام (یو. اېس. اېډ) مشر ویلي چې؛ په دې پيسو به افغانو ښځو ته درې نیم زره کوچنۍ تجارتي پروژې تمویل شي؛ تر څو هغه کمبود ډک کړي چې، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو په صورت کې رامنځ ته کیدلای شي.

زیات افغانان ویره لري چې، د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته او په ځانګړي ډول د طالبانو د سیاسي قدرت له زیاتیدو سره به د ښځو ټولنیز موقف کمزوری شي.

د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو د ادارې مشر رویټرز ته ویلي:

"دا ډيره ځانګړې هځه ده څو دا اطمینان ترلاسه شي چې؛ ښځې په راتلونکو څو لسیزو کې د افغانستان د ټولنې په سیاسي او اقتصادي جوړښت کې ستره برخه لري او که داسې ونه شي نو افغانستان نه شي بریالی کیدلای."

شاه زیاته کړې چې، د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی خو د دې پرمختګ ټینګ ساتل د افغانستان د راتلونکي امنیت او ثبات لپاره ډير مهم دی.

د امریکا د دې نړیوالې ادارې مشر وايي چې؛ له افغان لوري يې غوښتنه کړې چې، د دې هیواد د اوسني او راتلونکی حکومت پالیسۍ او پرېکړې باید داسې وشي چې؛ ښځو ته په ټولنه کې د پرمختګ زیات امکانات برابر شي.

نړیوال بانک وايي چې، د بهرنیوځواکونو وتل به د افغانستان پر اقتصاد پیاوړی اغیز وکړي او ښايي له دې هېواد سره د نړیوالو پراختیايي مرستې هم کمې شي.
XS
SM
MD
LG