د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه کم دي


د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه کم دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

یو شمېر افغانان شکایت کوي چې؛ په کابل او ولایتونو کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه کم دي او نشي کولای په اسانی سره کارتونه تر لاسه کړي. د انتخاباتو خپلواک کمیسون د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې د رایې ورکوونکو د نومونود لیکلو لپاره یواځې یو څلویښت مرکزونه دي. په ورته وخت کې د کابل ښار او ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي وایي چې؛ د نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو ونډه هم کمرنګه ده. کابل چې د څه باندې پنځه میلیونو وګړو ښار دی، راتلونکو انتخاباتو ته د رایې ورکونکو د نومونو د لیکلو یوازې درې مرکزونه په کې فعال دي. ځینې کابل ښاریان شکایت کوي چې؛ دا مرکزونه کم دي او خلک اړ دي چې د نوم لیکنې لپاره له لرو ځایونو دغو څو مرکزونو ته مراجعه وکړي.

XS
SM
MD
LG