د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

په روژه میاشت کې د ترکاري بیې لوړې شوي دي


په روژه میاشت کې د ترکاري بیې لوړې شوي دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:02 0:00

په کابل ښار کې یو شمېر ترکاري خرڅوونکي له خپل کاروبار څخه ډېر راضي نه دي. دوی وايي، چې په منډوي کې ترکاري په لوړه بیه اخلي، چې په هغو کې مړاوي او خراب هم وي. د امین الله په نامه یو ځوان چې په مککرویانو سیمه کې د کراچۍ پر سر ترکاري خرڅوي؛ وايي، چې د روژې په میاشت کې د نورو خوراکي توکو ترڅنک د ترکاري نرخونه هم لوړ شوي دي؛ چې دوی ته په کې ډېره ګټه نه پاتې کیږي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي له سیمې څخه یو لنډ ویډیويي راپور چمتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG