د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

امیرمحمد پر بایسکل عربستان ته ځي

د کندهار اوسیدونکی امیر محمد پر بایسکل عربستان ته سفر کوي. ۵۵ کلن امیر محمد چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی دی غواړي چې پر بایسکل د ایران او کویټ هېوادونو د لارې عربستان ته سفر وکړي. امیر محمد وايي، له دې مخکې يي څو ځله پاکستان ایران او دغه راز پلازمینې کابل او د لغمان ولایت ته يي پر بایسکل سفرونه کړي. د نوموړي په وینا عربستان ته يي د سفر هدف د مکې معظمي زیارت کول او دغه راز نړېوالو ته د سولې پیغام رسول دي: "زه مخکې هم کراچی ته تهران ته کابل جلال اباد ته لغمان ته پر بایسکله تللی یم دا اوس چې د عربستان د ویزې اخیستلو لپاره هم کابل ته پر بایسکل تللی وم." امیر محمد وايي، دولتي چارواکي د ویزې په اخیستلو کې ورسره لازمه همکاري نه کوي.

XS
SM
MD
LG