د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

عبدالقیوم: ګډه کمېټه د انتخاباتو د قانون پر ځینو مواردو سلا شوه


د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډه کمیټه وایي؛ چې د انتخاباتو د قانون د عمده اختلافي مسایلو پر سر موافقې ته سره ورسیدل.

دغه کمیټه تیره اونۍ جوړه شوه، ترڅو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او صلاحیتونو د قانون او د انتخاباتو دقانون په اړه د دواړو جرګو اختلافي مسایل وڅیړي.

دوی تیره ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او صلاحیتونو قانون نهایي کړ، خو د انتخاباتو د قانون په اړه یې لا بحثونه دوام لري.

اسدالله لودین د دې کمیټې له یوه غړي سناتور حافظ عبدالقیوم سره مرکه کړې او په سرکې ترې پوښتلي، چې په نننۍ غونډه کې د دواړو جرګو غړي، د انتخاباتو د قانون په کومو اختلافي مواردو موافقې ته سره ورسیدل؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG