د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د مصر بشپړه کابينه بله اوونۍ اعلانېږي


د مصر موقت صدراعظم حازم ال ببلاوي Hazem el-Beblawi
د مصر موقت صدراعظم حازم ال ببلاوي Hazem el-Beblawi
د مصر موقت صدراعظم وايي چې د مصر بشپړه نوې کابینه ښايي په بله اونۍ کې اعلان شي.

د مصر موقت صدراعظم حازم ال ببلاوي Hazem el-Beblawi د جمعې په ورځ کین اړخی سیاستوال، د سوسیال دیموکراتیک ګوند غړی زیادبهاالدین د صدراعظم د مرستیال په توګه ونوماوه.

ببلاوي وویل بهاالدین یې د خپل مرستیال صدراعظم په توګه غوره کړی او د هغه د کاندیدولو اسناد یې موقت ولسمشر ته استولي دي. ده زیاته کړه، په نوي کابینه کې چې دی تمه لري په راتلونکې څو ورځو کې به بشپړه شي د ګډون لپاره له ځینو نورو کاندیدانو سره هم په تماس کې دی.

ببلاوي وویل د نوې کابینې په اړه خبرې اترې به په راتلونکې اونۍ کې پیل کړي. ببلاوي چې پخوا د مصر د مالیې وزیر پاتې شوی، وروسته له هغه د موقت صدراعظم په توګه وټاکل شو چې پوځ، د جولای په دریمه د دې هېواد انتخابي ولسمشر محمدمرسي له واکه ګوښه کړ.

ټاکل شوې چې موقت حکومت به د پوځ د لارښوونې او پلان پر بنسټ مصر اداره کوي څو په دې هېواد کې ملکي حکومت یوځل بیا واک ته ورسوي.

د لېرې کړل شوي ولسمشر محمدمرسي پلویانو او مخالفانو دواړو د جمعې په ورځ په پلازمېنه قاهره او نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې. اخوان المسلمین ژمنه کړې ده چې مظاهرو ته به تر څو چې مرسي بېرته د ولسمشر په توګه ټاکل شوی نه وي دوام ورکوي.

د دوو مخالفو ډلو د پلویانو مظاهرو په مصر کې د تشدد د یوې نوې څپې د رامینځ ته کېدو وېره زیاته کړې ده. له دې مخکې له واکه د مرسي د لېرې کولو پرسر خونړیو مظاهرو دا هېواد ولړزاوه.

په روانه اونۍ کې د هغې ودانۍ مخې ته چې ګومان کېږي مرسي به پکې ساتل کېږي د تشدد په پېښو کې له پنځوسو زیات کسان مړه شول.

په همدې حال کې جرمني د مصر د لېرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د مصر د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې مرسي، د خپل مصوونیت لپاره په یوه امن ځای کې ساتل کېږي او تراوسه په کوم څه تورن شوی هم نه دی. خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ وویل، جرمني د مرسي د ساتل کېدو پرځای د بندیز د لېرې کېدو غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG