د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

ضیایي: پر زیر بنایي او پراختیایي پروژو حملې ډیرې شوي



د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې؛ د پراختیایي پروژو پر وړاندې امنیتي ګواښونه ډیر شوي.

د دې وزارت چارواکو د سې شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له امنیتي ارګانونو څخه وغوښتل چې؛ د اوبو او برښنا پر پروژو د وسله والو مخالفانو د حملو د مخنیوي لپاره اقدامات زیات کړه.

د افغانستان د وزیرانو شورا هم تردې وړاندې پردې مسالې بحثونه کړي او امنیتی ارګانونوته یې دنده سپارلې چې زیربنایی پروژې خوندي کړي.

په افغانستان کې د زیربنایی او پراختیایي پروژو پر وړاندې د وسله والو مخالفانو د حملو زیاتیدل د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي سخت اندیښمن کړي دي.

دوی وایي چې؛ وسله والو مخالفانو په بېلابېلو سیمو کې د برښنا د تولید پر بندونو حملې ډیرې کړي او باید چې په جدي توګه یې مخه ونیول شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال شجاع الدین ضیایي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د اوبو او برښنا بندونو د امنیت د خوندي کولو لپاره باید امنیتي تدابیر زیات شي:

"د وسله والو مخالفانو لخوا زمونږ پر پروژو حملې کیږي چې دا زمونږ د اندیښنې وړ خبره ده.

د پراختیایی پروژو په سیمو کې امنیتی ځواکونه کم دي او مونږ هڅه کوو چې د کورنیو چارو وزارت ته قناعت ورکړو چې خپل ځواکونه زیات کړي ترڅو د هغوی مخه ونیسي.

زموږ هیله دا ده چې د کورنیو چارو وزارت د زیربنایی پروژو په سیموکې د خپلو ځواکونو شمیر زیات کړي".


پر اساسي او پراختیایي پروژو په تیره د کابل په شکردرې کې د شاه اوعروس او د فاریاب د المار پر بند د وسله والو مخالفانو د حملو د زیاتیدو په اړه د کابینې په وروستۍ غونډه کې هم بحثونه شوي.

د وزیرانو شورا د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته دنده سپارلې چې؛ د زیربنایی پروژو په تیره د برښنا د تولید د بندونو د خوندي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

افغان چارواکي وایی دوی په دې وروستیوکې هڅه کړې چې په دې هیواد کې د برښنا د تولید او د اوبو د زیرمه کولو لپاره د بندونو د جوړولو کار چټک شی.

خو دوی وایی چې ایران اوپاکستان په دې برخه کې د نا امنیو په رامنځ ته کولو سره ځکه خنډ جوړوي چې د افغانستان اوبو دا مهال ترډیره ایران اوپاکستان ته بهیږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت تردې وړاندې هم په څو ځلو له امنیتی ارګانونو نه غوښتي وو چې دې وزارت پورې د اړوندو پراختیایی پروژو امنیت خوندي کړي.

د کورنیو چارو وزارت که څه هم ټینګار کوي چې دا مهال د شاه اوعروس او د المار د اوبو د بندونو د امنیت په برخه کې کومه جدي ستونزه نشته،خو د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وایی چې د اړتیا په صورت کې به د زیربنایی پروژو د امنیت لپاره امنیتی ځواکونه زیات شي:

"موږ په مجموع کې د ټولو بندونو په تیره د شاه او عروس او المار د بندونو د امنیت ساتلو لپاره کافي ځواکونه لرو خو د اوبو او انرژۍ وزارت اندیښنه به هم وڅیړو.

دا مهال مونږ کومه ځانګړې ستونزه نه وینو خو پر دې مسالې له سره کتنه کوو او که اړتیا وي نو خپل ځواکونه به نور هم زیات او پیاوړي کړو".


په افغانستان کې په تیرو درېیو لسیزو کې د جګړو له امله د اوبو د زیرمه کولو او د برښنا د تولید ډیر بندونه ویجاړ او یاهم هم سخت زیانمن شوي او دا هیواد د اړتیا وړ برښنا له ګاونډیو هیوادونو نه تامینوي.

خو د اوبو او انرژۍ وزارت وایی چې همدا اوس په لسګونو لویو او وړو بندونو کار روان دی ترڅو هم برښنا د هیواد په داخل کې تولید شي او هم د ډیرو شاړو ځمکو د خړوبولو له لارې د دې هیواد کرنه وغوړیږي.
XS
SM
MD
LG